د لاس رسي وړ اتصالات

د استرالیا خارجه وزیر ویلی چی د عراق صدراعظم باید عراق کی د سیاسی ثبات نور هم جدی گامونه واخلی


د استریلیا حکومت د هغو امریکایی سیاستمدارانو سره غږ یوځایی کړیدی چی وایی د عراق د صدراعظم نوری المالکی حکومت په خپلو کارونو کی پاتی راغلی او باید چی لری شی.

د استریلیا خارجه وزیر الیکزنډر ډونر ویلی چی د عراق صدراعظم نوری المالکی باید عراق کی د سیاسی ثبات نور هم جدی گامونه واخلی.

استریلیا په دی باب ناخوښی ده چی د عراق د شعیه گانو سنیانو او کردانو ترمنځ د یو ملی حکومت په سر ولی تر اوسه عمل نه دی شوی، حالانکه د ملک مهم مذهبی او نژادی گروپونه د دی کار ملاتړ کوی.

استریلیا په عراق کی قریب ١٥ زره عسکر لری او د کال ٢٠٠٣ نه په عراق د حملی د پیل نه د امریکا سره اوږه په اوږه ولاړ دی.

د استریلیا خارجه وزیر چي تیر جون کی عراق ته هم تللی و، وایی چی عراق کی د سیاسی اصلاحاتو عمل د میږی په قدم روان دی.

هغه وایی بی شکه چی د عراق سیاسی اوضاع مونږ نه ارامه کړی یو. د ملی روغی جوړی عمل ډیر سست روان دی. او ما دا خبره په عراق کی صدراعظم مالکی ته هم کړیده. اوس پکار دی چی په ښاغلی مالکی باندی فشار لا هم زیات شی ترڅو هغه د سیاسی تفاهم عمل لا گړندی کړی.

توقع ده چی بله میاشت په سډنی استریلیا کی د امریکا د جمهور ریس او د استریلیا د صدر اعظم د خبرو مهم ټکئ هم د عراق وضعه وی.

د استریلیا صدراعظم هم دی نا خوښی ښودلی چی د عراق صدراعظم دا اهلیت نه لری چی دی په هیواد کی یوه ملی روغه جوړه راولی.

په یوه مطبوعاتی مرکه کی ښاغلی جان هاورډ د ښاغلی مالکی رول مایوسونکی بللی دی. په دی نیزدو ورځو کی د عراق په صدراعظم انتقادونه زیات شویدی.

او هغه هم په ځواب کی د امریکا مهمو سناتوران میرمن کلنټن او ښاغلی لیان په هغه خبرو انتقاد کړیدی چی وایی ښاغلی مالکی باید د منصب نه لری کړی شی.

ښاغلی مالکی ویلی دی چی د امریکا سناتوران باید د دیموکراسئ درناوئ وکړی.

XS
SM
MD
LG