د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ختیځ کی د ناتو دری عسکر ووژل شول


د افغانستان په ختیځ کی د ناتو دری عسکر هغه وخت ووژل شول چی یوه ځان وژونکی د قواوو یوی ډلی ته نېژدی هغه منفجره مواد چی په ځان پوری یی تړلی وو، وچول.

په یوه خبرلیک کی راغلی چی په دی چاودنه کی شپږ نور عسکر زخمی شوی دی. دغه عسکرو د دی حملی په وخت کی د پله جوړولو د پروژی خوا ته په کوم کار باندې اخته وو.

ناتو د دغو عسکرو د ملیتونو په باب معلومات نه دی ور کړی. په یوه بل خبر کی راغلی چی د امریکا په مشری د ایتلاف او افغان قواوی وایی چی د دوشنبی په ورځ په جلا پیښو کی نولس کسه مشکوک یاغی طالبان وژل شوی دی.

همداشان د ناتو او افغان قواوو د هلمند په ولایت کی دولس یاغیان وژلی دی.

XS
SM
MD
LG