د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئېس کرزي د نشه ېې شېانو سره دمبارزې په کنفرانس کې گډون وکړ


نن د چارشنى په ورځ په کابل کې دمخدره موادو سره د مبارزې درېم ملى کنفرانس پېل شو.

دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزي او د حکومت نورو لوړپوړو چارواکېو په دغه کنفرانس کې گډون کړى و.

دغه کنفرانس دکابل په اماني لیسه کې دولسمشر حامد کرزي په راتللو سره پيل شو. رپوټ وايي چې کنفرانس له نشه ئي شېانو سره د مبارزې وزارت جوړ کړى و.

پدغه یوه ورځني ملي کنفرانس کې دحکومت لوړ پوړو چارواکېو، والیانو اود امنیې قومندانانو گډون کړى و.

ولسمشر حامد کرزي غونډې ته پخپلو خبرو کې وویل دی په دې ندى خوشاله چې په دغه راز غونډو کې برخه واخلي او هغه هم ددې لپاره چې په هیواد کې یې لاتراوسه دکوکنارو کرکیله کیږي.

هغه وویل دکوکنارو کرکیله دافغانستان لپاره ستر خطر دی. د خبرو په ترڅ کې دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزي دهغو دیارلسو ولایتونو دوالیانو او خلکو نه مننه وکړه چې سږ کال پکې دکوکنارو کرکیله نده شوې یا بېخى کمه وه.

ولسمشر کرزی د بدخشان او ننګرهار ولایتونه هم وستایل ځکه چې سږکال کوکنار پکې کم کرل شوي ول. ولسمشر کرزي دهلمند ولایت هم یاد کړ چې د کوکنارو کرکیله پکې سږ کال زیاته شوې ده.

هغه و ویل چې پدغه ولایت کې دبهرنیو ځواکونو واک او اختېار دافغانستان له حکومت نه زیات دی نو له دې امله پکې دکوکنارو کرکیله زیاته شویده.

XS
SM
MD
LG