د لاس رسي وړ اتصالات

د بېنظېر بهټو او جنرال مشرف ترمنځ د قدرت شر ېکولو معامله وروستى پړاو ته رسېدلى ده


د پاکستان ېو معتبر چارواکى وايي چې د جلاوطن شوې پخوانۍ لومړۍ وزېرې بېنظېر بهټواو د پاکستان د جمهور رئېس جنرال مشرف ترمنځ د قدرت د شرېکولو روغه جوړه تقرېبا وروستى پړاو ته رسېدلى ده.

د پاکستان داورگاډو وزېر شېخ رشېد احمد نن د چارشنبى په ورځ ووېل چې دوى نن ېوې موافقى ته سره رسېدلى دى.

خو هغه ددغې معاملى تفصېلات بېان نکړل. مېرمن بهټو د اغوښتل چې د هر ډول معاملى نه مخکى دې جنرال مشرف د شرط په توگه د پوځ د لوى درسېتېز له پوړۍ نه استعفى وکړى او ملکى مشردې شي.

دنورو مهمو پېښو په لړ کې ېوه داده چې د پاکستان سترې محکمى د جنرال مشرف ددوو منصبونو دمسلې په باب په محکمه کې ددعوې له قانونى توب سره موافقه ښودلى ده.

جنرال مشرف هم د پاکستان جمهوررئېس دى او هم ددغه هېواد د پوځ مشر دى. دغه دعوه د پاکستان د جماعت اسلامى مشر قاضى حسېن احمد پر هغه باندى کړېده.

قاضى حسېن آحمد وايي جنرال مشرف چې په ١٩٩٩ مېلادى کې په ېوه کودېتا کې قدرت ونېو، دا داساسى قانون خلاف کارو.

جنرال مشرف د سږکال د سېپتمبر ېا اکتو بر په مېاشتو کې د پاکستان د جمهور رئېس په توگه د پارلېمان له لارې نه د بېا انتخابېدلو لپاره هڅه کوى.

XS
SM
MD
LG