د لاس رسي وړ اتصالات

دکربلا په چاودنو کې ٥٢ تنه ووژل شول


د عراق لومړى وزېر نوری المالیکی وایی چی د کربلا په ښار کی د دوو رقېبو شیعه ډلو ترمینځ د اخ وډب وروسته چی د مذهبی مراسمو په وخت کی وشول، اوس امنیت ټینگ شوی دی.

ددغې نښتې په سبب مذهبى مراسم لنډ کړى شول. لومړى وزېر نوری المالیکی نن سهار د کربلا ښار ته تللی ؤ او وویل چی له تردې وروسته ښار ته په ننوتلو او هم په ښار کی د شپی گرځیدلو باندی بندیزلگول شوېدى او له دېنه وروسته د ښار امنېتى قواو په ښار باندى کنترول ټېنگ کړېدى.

په کربلا کی د سی شنبی په ورځ په چاودنو او جنگونو کی څه نا څه ٥٢ تنه و وژل شول او د دوو سوو نه زیات خلک په داسی حال کی چی په کوڅو کی د زیارت کونکو گڼه گوڼه وه زخمیان شول.

ښاعلى مالکى ددى مرگ ژوبلې پړه پر داړه مارانو او د صدام د پخوانی رژیم په پاتی کسانو باندى ور واچوله.

په یوه بل خبر کی راغلی چی شیعه ملا مقتد الصدر خپلی ملیشې ته امر کړی چی تر شپږو میاشتو پوری خپل ټول فعالیتونه وځنډوی.

XS
SM
MD
LG