د لاس رسي وړ اتصالات

"جنرال مشرف دېته چمتو دى چې له پوځى مقام نه استعفى وکړى!"


د پاکستان پخوانى لومړۍ وزېره بېنظېر بهټو وايي جنرال مشرف دېته چمتو دى چې د سېاسى روغې جوړې په نتېجه کې له خپل پوځى مقام نه دلوى درستېز په حېث استعفى وکړى.

په هغه رپوټ کې چې نن د برتانېې په ډېلي ټېلېگراف کې خپور شو مېرمن بېنظېر بهټو ووېل د پوځى ېونېفور م ستونزه حل شوه.

داسوشېتېد پرېس خبرى اژانس دبېنظېر بهټو له قوله لېکىچې دهغې پرخلاف او دهغې د لس دولسو نورو پارلېمانى غړېو خلاف به د ادارې فساد الزامونه فسخ سى.

د پاکستان ېو معتبر چارواکى وايي چې د جلاوطن شوې پخوانۍ لومړۍ وزېرې بېنظېر بهټواو د پاکستان د جمهوررئېس جنرال مشرف ترمنځ د قدرت د شرېکولو روغه جوړه تقرېبا وروستى پړاو ته رسېدلى او په سلوکې اتېا بشپړه شوېده.

د پاکستان داورگاډو وزېر شېخ رشېد احمد نن د چارشنبى په ورځ ووېل چې دوى نن ېوې موافقى ته سره رسېدلى دى. خو هغه ددغې معاملى تفصېلات بېان نکړل.

مېرمن بهټو د پاکستان دنظامى حکومت له استاځو سره په لندن کې ملاقاتونه کول. نوموړى په لندن کې په جلاوطنى کې اوسېږى او دا جلا وطنى ېې وروسته له هغه په پخپله په ځان تپلې ده ځکه چې پر هغې باندى دخپل صدارت په دوه دورو کې په ادارې فساد کې د لاس لرلو تورونه لگېدلى وو.

رپوټ وايي چې پخوانى لومړۍ وزېره غواړى چې پرهغې باندى دا بندېز هم لېرې شى چې په درېم ځل د لومړى وزارت په چوکې باندى کارنشى کولى.

دنورو مهمو پېښو په لړ کې ېوه داده چې د پاکستان سترې محکمى د جنرال مشرف ددوو منصبونو د مسلې په باب په محکمه کې ددعوې له قانونى توب سره موافقه ښودلى ده.

جنرال مشرف هم د پاکستان جمهوررئېس دى او هم ددغه هېواد د پوځ مشر دى. دغه دعوه د پاکستان د جماعت اسلامى مشر قاضى حسېن احمد پر هغه باندى کړېده.

قاضى حسېن آحمد وايي جنرال مشرف چې په ١٩٩٩ مېلادى کې په ېوه کودېتا کې قدرت ونېو، دا داساسى قانون خلاف کارو.

جنرال مشرف د سږکال د سېپتمبر ېا اکتو بر په مېاشتو کې د پاکستان د جمهوررئېس په توگه د پارلېمان له لارې نه د بېا انتخابېدلو لپاره هڅه کوى.

XS
SM
MD
LG