د لاس رسي وړ اتصالات

کوريايي چارواکي هليه کوي چي پاتي يرغمل به نن خوشي شي


د طالبانو او سویلی کوریا د موافقی له مخی تر اوسه پوری د ١٩ تنو کوریاییانو له جملى نه دولس تنه خوشی شوي دي.

د ملا بشیر په نوم یوه طالب د اې پي سره په تلیفونی خبرو کی ویلی دی پاتي او کسان به هم نن خوشی شی.

د سویلی کوریا یوه چارواکی ویلی دی هیله کیږی چې طالبان پاتی برمته کسان هم نن خوشی کړی او په دی توگه دا شپږ اونیزه ډرامه چې دوه تنه کوریاییان پکې و وژل شول پاېته ورسېږى.

پرون ناوخته د اې پی خبری اژانس په غزنی کی د دریمی خوشې شوې ډلی کوریایی برمته گانو عکسونه هم خپاره کړل.

د سره صلیب مامورینو خبریالان پری نښودل چی دهغوى نه پوښتنی وکړی. د جنوبی کوریا د جمهور رئیس ویاند چیون هو سون، وویل ټول خوشی کسان به په کابل کی د سویلی کوریا په سفارت کی یو ځای شی او د دوبی په لار به خپل هیواد ته ورسیږی.

ویاند د طالبانو سره د خبرو اترو د اسانتېاو په برابرولو کی د افغانستان د دولت د کار او زېار ستاینه وکړه.

او وې وېل چې ”د افغانستان دولت د پیل نه تر اوسه پوری له مونږ سره مرسته وکړه او د طالبانو د غوښتنو د پوره کولو د ستونزو نه یی مونږ خبر کړو او مونږ هم د افغانستان د دولت مشکلات درک کولی شو. د کوریا یانو د خلاصیدو په ټول جریان کی مونږ د افغانستان د حکومت سره همکاری وکړه او د افغانستان حکومت زمونږ سره تر وروستی پړاو پوری مرسته کوی."

په همدی ډول د نولس تنو کوریاییانو د کورنیو غړی په بی صبری سره د خپلو وروڼو او خویندو د لیدو انتظار باسی.

د دی کورنیو ویاند چا سنگ من وایی”زه اوس هم داسی فکر کوم لکه خوب چی وینم. او یوازی هغه مهال به دا فکر په یقین بدل شی چی خپله خور په خپلو سترگو په هوایی ډگر کی ووینم. بله خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د کوریا یانو د خلاصیدو محتاطانه هرکلی کړی خو وایی دا کار باید ډیر مخکی شوی و".

د امرېکا دخارجه وزارت ویاند مرستیال ټام کیسی وایی : ”په کار و چې داکورېاېان ډیر مخکی خلاص شوی واې. او باید ووایم دا بی گناه خلک باید هیڅ نه وو برمته شوی. خو دی کار یو ځل بیا په افغانستان کی زمونږ د دښمن اعمالو نمایندگی وکړه. طالبان خلک یرغمل کوي. او باید هیر نکړو چی د همدی ډلی څو کسان ېې ووژل."

طالبانو په وړو وړو ډلو او څو وارونو د کوریایانو د خوشی کولو دلیل ندی په ډاگه کړی او جنوبی کوریا هم په ښکاره کومه نیوکه نلری. خو د طالبانو د دی کار تر شا ددوه دلیلونو دموجودېت امکان شته دی.

یو دا چی کیدایشی کوریایان په همدی وړو وړو ډلو کی د یوه او بل نه لری ساتل شوی وی او دوهم د طالبانو د خپل ځان د خوندی ساتنی هڅه هم کیدای شی چی زیاتره تښتوونکی په دی جریان کی د سیمی څخه ووځی او د کوریایانو د خوشی کیدو نه وروسته د پوځی عملیاتو نه ځان وژغوری.

XS
SM
MD
LG