د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د طالبانو یو غټ قوماندان ملا برادر وژل سوی دی


د افغانستان ددفاع وزارت وایی چی د افغانستان په جنوب کی د یاغي طالبانو سره د امریکا په مشري د ائتلافي قواو په جگړه کی د طالبانو یو غټ قوماندان او څو تنه نور وژل شوي دي.

د وزارت وېاند ویلي دي چی دا جگړه چی د هوایي قواو له خوا نه یې هم ملاتړ کیده نن سهار وختي د هلمند په ولایت کی چی د طالبانو کلک مورچل دی، شوې ده.

دا قوماندان ‏(‎ ملا برادر‏)‎ نومېده او د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د خپلوانو او نژدې همکارانوپه جمله کې شمېرل کېده.

په افغانستان کی د امریکا اردو لا تر اوسه پوری په دې باب څه نه دي ویلي.

له بلي خوا د ناتو یو عسکر او یو افغان ترجمان هم نن د افغانستان په جنوب کی د یاغیانو په یوه حمله کی وژل شوي دي.

د ناتو په یوه خبر لېک کی ویل شوي دي چی په دې حمله کی دوه نور عسکر زخمي شوي دي.

په خبر لېک کی ددې حملې په باب نور تفصیلات نه دي ورکړل شوي .

XS
SM
MD
LG