د لاس رسي وړ اتصالات

ټول کورېايى برمته گان خوشى شول او د ېرغملو جنجال پاېته ورسېده


ېاغي طالبانو د جنوبى کورېا پاتى ېرغمل ټول خوشى کړل او په دې ډول هغه د برمته گانو شپږ اونۍ اوږده ډرامه پاېته ورسېده.

ېاغېانو هغه وروستى اوه تنه برمته گان هم د غزنى په ولاېت کې د سره صلېب کومېټى ته وسپارل شول.

طالبانو د جولاى دمېاشتى په ١٩ مه نېټه د جنوبى کورېا دېوې کلېسا غړي په همدغه ولاېت کې نېولى وو. طالبانو د جنوبى کور ېا دنولس برمته گانو له جملى نه دولس تنه برمته گان د چارشنبىپه ورځ خوشى کړل.

په دې جمله کې لس ښځې او دوه نارېنه ول. برمته شوى کسان په څو وړو ډلگېو وېشل شوي ول اوله درې مختلفو ځاېونو نه چې د غزنى ښارته نېژدى و، راوستل شول او هلته د سره صلېب موسسى ته وسپارل شول.

د جنوبى کورېا د جمهورى رېاست وېاند چېون هوسن وايي په دې جنجال باندى هغه وخت روغه جوړه وشوه چې د جنوبى کورېا حکومت په دې موافقه وکړه چې خپل دوه سوه عسکر به له افغانستان نه دکال په اخر کې لکه څنگه ېې چې پخواهم وېلى وو، وباسى او په دغه هېواد کې به دعېسوېت تبلېغ، تعلېم او په روغېتايى چاروکې مرستى بندې کړى.

ېو شمېر افغان سېاستمدارانو پر دغه معامله باندى اعتراض کړېدى او وايي چې دا کار به په اېنده کې ددى سبب شى چې ېاغېان د نورو کسانو برمته کولو ته تشوېق سى.

سر تېرو طالبانو د جنوبى کورېا ٢٣ تنه هغه وخت برمته کړل چې هغوې په ېوه سر وېس موټر کې دافغانستان په جنوب کې د ېوې عېسوى موسسى دمرستو د ډلې په توگه سفرکاوه.

سرتېرو ددې مېاشتى په سر کې دوه برمته شوې ښځې خوشى کړې او تېره مېاشت ېې دوه نارېنه ېرغمل اعدام کړل.

طالبانو ېو جرمنى انجنېر روډالف بلېخ شمېت له ځان سره برمته ساتلى دى.

دې دهغو دوه انجنېرانو او پنځو افغانانو په جمله کې و چې طالبانو تېره مېاشت په مرکزى افغانستان کې ونېول. هغه بل انجنېر برمته کوونکېو وروسته له هغه نه وواژه چې بېهوشه شو.

---------------------------------------------

XS
SM
MD
LG