د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکى وايي د طالبانو ېو عالېرتبه قوماندان ووژل شو


افغان چارواکى وايى دامرېکا په مشرى قوو د طالبانو ېوعالېرتبه قوماندان ملا برادر دافغانستان په جنوب کې وژلى دى.

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکى وایی په هېلمند کی د یاغي طالبانو سره د امریکا په مشري د ائتلافي قواو په جگړه کی د طالبانو یو غټ قوماندان او څو تنه نور د پنجشنبى په ورځ دوخته ووژل شول.

د وزارت وېاند ظاهر عظېمى وايي دا جگړه چی د هوایي قواو له خوا نه یې هم ملاتړ کیده، د هلمند په ولایت کی چی د طالبانو کلک مورچل دی، نن د پنجشنبى په ورځ سهار وختې شوې ده.

دغه وژل شوى قوماندان ‏(‎ ملا برادر‏)‎ نومېده او د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د خپلوانو او نژدې همکارانوپه جمله کې شمېرل کېده او ددغه سخت درېځه تنظېم د مشرتابه دشورى غړى و.

ښاغلى عظېمى وايي هغه افغان قوماندانان چې په سېمه کې دي هغوى په دې عقېده دي ملا برادر او څو تنه نور په جگړه کې ووژل شول.

خو دهغه مړېنه طآلبانواو دامرېکا پوځ نده تائېد کړې. ملا برادر هغه وخت د طآلبانو ستر قوماندان و چې هغوى له ١٩٩٦ مېلادى نه تر ٢٠٠١ مېلادى پورې پر افغانستان حکومت کاوه.

په ېوه بل خبر کې وېل شوېدى چې دافغانستان په جنوب کې ېو برتانوى عسکر او ېو افغان تر جمان په داسى وخت کې ووژل شول چې په کندهار کې ېې گزمه کوله.

په دغه پېښه کې دوه نور عسکر زخمېان شوېدى. دامرېکا تورن جنرال رابرټ کان په کابل کې نن ووېل چې ېوازې نظامى قوه به ددغه هېوادد امنېت د ټېنگولو لپاره کافى نه وى.

پوځ به د حل په برخه کې ډېر اهمېت ولرى خو په واقعېت کې د ډېرو بغاوتونو چاره په اخر کې په سېاسى روغو جوړو باندى کېږى.

جنرال رابرټ کان وايي نظامى عملېات چې هر ځل شوېدى په ځانگړي ډول کامېاب دى خو ېاغېان هرکله د سېمى د سخت طبېعى جوړښت په نظر کې نېولو سره بېرته راتللى شى.

XS
SM
MD
LG