د لاس رسي وړ اتصالات

"دغو خوشی کړی شوو یرغملو له کوریایانو نه  دهغوستونزو له کبله بخښنه وغوښتله چې دوی په افغانستان کې د برمته شوو کسانو له کبله  گاللی دی."


دهغو نولسو کوریایانو له جملی نه چې په افغانستان کې طالبانو خوشی کړل دوه کوریایانو دجنوبی کوریا له خلکواو حکومت نه بخښنه وغوښتله چې ددوی دبرمته کیدوله کبله ئې ستونزی گاللی دی .

یو خوشی شوی یرغمل ‏(‎ یوکیونگ سیک‏)‎ نن دجمعی په ورځ په کابل کې په یومطبوعاتی کنفرانس کې وویل، ده ته دهغه خفگان اوجنجال له کبله خوب نه ورځی چې دوی هیواد پیدا کړی و.

دجولای دنولسمی نیټی دپیښی په باره کې وغږیده او وائې، دغې ٢٣ کسیزی ډلی چې دیوې عیسوی خیریه مؤسسې لپاره کارکوی، په بس موټر کې دافغانستان په جنوب کې سفرکاوه چې ددوی موټروان دوه محلی کسان بس سرویس ته راوخیژول . هغه وویل، تقریبآ شل دقیقې وروسته دغوکسانو په ډزو پیل وکړاو بس ئې تم کړ.

وویل، طالبانو دغه برمته شوی کسان په ډلو باندی وویشل . هغه وویل، دده د خپلې ډلې ځایو نه چې شپږ هفتی برمته ساتل شوی وو، دولس ځلی بدل شول ، دوی دموټرسیکلو په واسطه یا پلی له یو ځای نه بل ځای ته انتقالیدل .

طالبانو دچهارشنبی په ورځ وروسته له هغی چې دجنوبی کوریادمامورانو سره موافقی ته ورسیدل ، دنولسو برمته گانو په خوشی کولو پیل وکړ. تیره میاشت طالبانو دوه نارینه یرغمل اعدام کړی وواو وروسته ئې بیا ښځینه یرغملی دطالبانوسره دخبرو په وخت کې خوشی کړی شوی .

دجنوبی کوریا ماموران وائې، خوشی کړی شوی یرغمل اوس دوبی ته روان دی .

XS
SM
MD
LG