د لاس رسي وړ اتصالات

ځانمرگي برید کونکي دري پاکستاني عسکر ووژل


پاکستانی پوځی چارواکی وایی چی نن یوه ځانمرگی بم چونکی څه نا څه دری پاکستانی عسکر د افغانستان سره سرحد ته نژدی د ځان سره ووژل. ووژل. د پوځ یوه نطاق وویل چی پدی حمله کی چی د باجوړ په قبیلی سیمه کی وشوه څه نا څه دوه ملکی کسان زخمی شوی دی. همداشان نن د پاکستان د شمال لویدیزی جنجالی سیمی کی قومی مشرانو له بنیادگرو یاغیانو سره وکتل چی د هغو یوسلو شلو پاکستانی عسکرو د مصون بیرته تگ زمینه برابره کړی چی د پوځ په قول په دی سیمه کی ایسار شوی دی. پاکستانی پوځ هغه رپوټونه رد کړیدی چی په دی لیری پرته سیمه کی ورک شوی عسکر گواکی د پنجشنبی په ورځ د طالب ډوله یاغیانو له خوا برمته شوی دی. د پوځ یوه نطاق تورن جنرال وحید ارشد د جمعی په ورځ وویل چی دغه عسکر په جنوبی وزیرستان کی د محلی قبایلی خلکو او یاغیانو ترمینځ په جگړو کی ښکیل دی. ده وویل چی دغه عسکر له دی سیمی تیریدل چی د خرابی هوا له کبله په دی سیمی کی دخرابی هوا له کبله ایسار شول.

XS
SM
MD
LG