د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوررئیس بوش په یو ناڅاپی سفر عراق ته رسیدلی


د امریکا جمهور رئیس جورج بوس، د بهرنیو چارو وزیره کندولیزا رایس او د ملي امنیت مشاور ستیفن هیډلي د انبار ولایت په هوایي اډه کې نن دوشنبه ښکته شول او د دفاع وزیر رابرت گیټس په بله الوتکه کې هلته رسیدلی دی. جمهور رئیس بوش غواړي د لوړپوړو عراقي چارواکو او د امریکا د نظامي مشرانو سره وگوري. د امریکاد دفاع د وزارت ویاند جیوف مورل وايي چې دغه خبرې به د ښاغلي بش د جنگ د کابینې غړي او د عراق مهم مشران سره نژدې کړي، دوی هغه کسان دي چې د ښاغلي بش د عراق په متوقعه پالیسۍ کې مهم رول لوبوي. مورل وايي دا به ښاغلي بش ته وروستۍ فرصت ورکړي چې په عراق کې د لوړ پوړو امریکايي پوځیانو لکه جنرال ډیویډ پترې ېس او په عراق کې د امریکا د سفیر ریان کراکر سره مخکې له دې چې کانگرس په عراق کې د پرمختگ په برخه کې رپوټ ورکړي، وگوري. راتلونکي اونى به دامرېکا عالېرتبه نظامى او سېاسى چارواکى چې په عراق کې دى دامرېکا کانگرېس ته دهغه پر مختگ او ارزېابى په باب رپوټ ورکوى چې ددوى په نظر تراوسه په عراق کې شوېدى. ښاًغلي بوش تردې مخکى عراق ته په ٢٠٠٣ مېلادى کال او ٢٠٠٦ مېلادى کال کې سفرونه کړى ول. ښاغلی بوش استرالیا ته د تگ په لار کې نا څاپه عراق ته سفر کړی دی..

XS
SM
MD
LG