د لاس رسي وړ اتصالات

هغه افغان سر تېري چې د جنوبى کورېا ېانو په برمته کولو کې لتاړو ووژل شو


چارواکى وايي ملا متېن دهغو شپاړسو سرتېرو په جمله کې و چې ددوشنبى په ورځ ناوخته دغزنى په ولاېت کې په ېوه جگړه کې ووژل شو. د جنوبى کورېا د خېرېه مرستو کارگران په غزنى کې برمته شوى ول. د ېرغملو مذاکرات تېره اونې پاېته ورسېدل او دهغوپه نتېجه کې برمته کوونکېو ١٩ برمته گان په جلا جلا ډلو کې خوشى کړل. دوه ښځېنه ېرغملى مخکې خوشى شوې وې او دوه نارېنه برمته گان د جولاى په مېاشت کې له افغان حکومت سره دمذاکراتو په ترڅ کې ووژل شول. د جنوبى کورېا چارواکېو هغه رپوټونه رد کړل چې دوى طالبانو ته د عېسوى مبلغېنو د خوشى کولو په بدل کې بونگه ورکړېده. د جنوبى کورېا حکومت ددى لپاره چې ېرغمل راخوشى کړى په دې ېې موافقه وکړه چې خپل دوه سوه غېر محارب عسکر له افغانستان نه دکال په اخر کې وباسى . د جنوبى کورېا حکومت له مخکى نه هم دا پلان درلود چې خپل عسکر خپل هېواد ته ور وبولى. پردې سر بېره هغوى په دې هم موافقه وکړه چې په افغانستان کې به دعېسوى مبلغېنو کارونه بند کړى. ېوشمې افغان چارواکېو په دغه روغه جوړه باندى نېوکې کړېدى او وايى چې دا کار به طالبان د نرو خلکو برمته کولو ته و هڅوي.

XS
SM
MD
LG