د لاس رسي وړ اتصالات

المان وايي  د ترهگرى ېو  لوى پلان ېې شنډ کړ


د المان ددفاع وزېر فرنز جوزېف جونگ، دالمان اې ار ډی خپرونې ته نن ووېل ددی کسانو خطر ډېر زېات ؤ. ماموران واېې دغو کسانو د داسی قوی بمونو د تېارولو لپاره په کافی اندازه کېمېاوی مواد پېدا کړی وو. هغوى کولی شول چې د پنځه سوه او پنځوس کېلوگرامه ډاېنامېټو د قوت په اندازه بم جوړ کړی.

د المان د فېدرالی حکومت څارنوالانو ددغو درېو کسانو د نېولو په باب د امر صادرول تاېېد کړل او واېې دا خلک د ېوې اسلامی ټرورېستې ډلې غړی دي. دوه کسان ېې د المان اتباع دی او درېم سړی پاکستانی دی. په رامسټېن کې د امرېکا د پوځ اډه په عراق او افغانستان کې د نظامی عملېاتو د سرته رسولو لپاره د ترانسپورت اصلی قرارگاه ده او د فرنکفورټ هوايى مېدان په ټوله اروپا کې د غټو مېدانونو په جمله کې حسابېږی.

جرمنى په افغانستان کې عسکر لرى خو عراق ته ېې عسکرونه ولېږل. په همدې سبب دترهگرانو له حملو نه تر زېاتى اندازې پورې بچ پاتى سوېدى. خو ددې ترڅنگ د ا اندېښنه مخ په زېاتېدو ده چې اسلامى جگړه ماران په دغه هېواد کې فعالېتونه کوى. شپږ کاله مخکى د جرمنى د هامبورگ د شمالى ښار په باب دامعلومه شوه چې له دغه ښار نه د د سېپتمبر د ېوولسمې نېټى د حملو لپاره دېوه مرکز په توگه گټه اخېستل شوې وه.

دتېرکال په اوړي کې د جرمنى په مختلفو ښارونو کې د مسافرانو په اورگاډو کې دوه بکسونه له بمونو نه ډک اېښي وو خو ونه چاودل. دتېرې دوشنبى په ورځ دوه کسان چې گومان کېده له القاعده سره تړاو لري په ډنمارک کې په دې گومان ونېول شول چې د بمي برېدونو پلان ېې جوړاوه.

XS
SM
MD
LG