دغه وزارت نن د پنجشنبې په ورځ یوه بیانیه خپره کړه او په هغې کی یې وویل چی حکومت داسی شواهد نه لری چی هغه آوازې ثابتي کړی چی چین یاغي طالبانو ته وسلې ورکوی . بي بي سي ددې هفتې په سر کی ویلي و چی د چین وسلې وروسته له هغه چی طالبانو په برتانوي او امریکایی عسکرو باندی حملې وکړې پیدا شوي دي . د بي بي سي رپوټ ویلي دي چی دا خبره افغان چارواکو هم تایید کړې ده . د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او چین تر منځ روابط دوستانه بللي او ویلي یې دي چی دغه دواړه ملکونه په خپلو کی هیڅ ډول شخړی او لانجې نه لری . امریکا د څو تیرو میاشتو را پدې خوا پر ایران باندی دا تورونه لگوي چی افغان یاغیانو ته وسلې ورکوی ، خو ایراني چارواکو دا تورونه رد کړي دي .