د لاس رسي وړ اتصالات

په  پکتېا  کی دماېن پاکولو ١٢ کارگران لادرکه  دي


چارواکېو نن دپنجشنبې په ورځ ووېل چې په پکتېکا کې دمحلى ماېن پاکولو دېوې کمپنى دولس کارگران چې په پکتېا کې ېې سفرکاوه لادرکه شوېدى. دروېټر خبرى اژانس د پکتېا د ځايي چارواکېو له قوله لېکى چې دماېن پاکولو کارگران ېاغېانو برمته کړېدى.

بل پلو د امریکا اردو وایی چی افغان او د امریکا په مشري ائتلافي قواو د افغانستان په جنوب کی په یوه گوښه سیمه کی د یاغي طالبانو سره ١٢ ساعته جگړه وکړه او څه د پاسه ۴٠ طالبان یې ووژل . نن د اردو په یوه بیانیه کی ویل شوي دي چی د یاغیانو یوې ډلي د چهارشنبې په ورځ د کندهار د ولایت د شاه ولي کوټ په ولسوالي کی په ائتلافي عسکرو باندی چی گزمه یې کوله په سپکو وسلو او لاسي بمونو سره پټه حمله وکړه . خبر لېک وایی چی ائتلافی قواو یې په جواب کی د هغوی په اصلي ځایونو باندی هواي حملې وکړې . دامرېکا اردو وایی په همدې ولسوالي کی د آگسټ د میاشتي د ٢٧ مي نېټې نه را پدې خوا تقریبا ٢٠٠ یاغي طالبان وژل شوي دي . له بلي خوا برتانیې ویلي دي چی دوه عسکریې چی د هلمند په ولایت کی یې د ناتو په قواو کی خدمت کاوه د چهارشنبې په ورځ د بم په چاودنه کی چی موټر یې پر برابر سو ، وژل شوي دي . همدارنگه د هلمند په ولایت کی دوه پولیسان هم د بم په چاودنه کی مړه شوی دي .

XS
SM
MD
LG