د لاس رسي وړ اتصالات

دامریکا، روسېې او چین ماهران شمالی کوریاته سفرکوي


دامریکا دبهرنیو چارودوزارت مرستیال کرسټوفر هل چې دشمالی کوریا داتمی بی وسلی کولو دشپږو هیوادونو په خبروکې دامریکا سترمرکچی دی، وائې، دشمالی کوریا په بلنه تخنیکی ټیمونه دغه هیواد ته سفرکوی . ښاغلئ هل وائې: ددغه سفرهدف دهغو مرکزونو سروی کول دی چې زموږ دموافقی له مخی پکارده چې له کاره وغورځول شی . ښاغلې هل نن دجمعی په ورځ وویل، دغه سفر خاص تخنیکی ماهیت لری او داتمی چارو ماهران به دشپږو هیوادونو بلی غونډې ته وړاندی کړی چې دشمالی کوریا داتمی پروگرام په باره کې جوړیږی. ښاغلئ هل وائې: دا یوښه اقدام دی . موږ انتظار اوباسو چې نتیج ئې څه دی . شمالی کوریا دتیری فبروری په میاشت کې په اصولو کې منلی وه چې دخوړو، انرژی، امنیتی ضمانت اوډیپلوماتیکی امتیازاتو په بدل کې به خپل ټول اتمی مرکزونه په گوته کړی اوله کاره به ئې وغورځوی. شمالی کوریا پدی لړکی دلومړی اقدام په حیث په یونگ بیون کې لا پخوا خپل مهم اتمی مرکزتړلی دی . ښاغلی هل په سیډنی کې دآسیا ارام سمندر دروانی هفتی دمشرانو دعالی غونډې په وخت کې وویل، ینونگ بیون یو له هغو مرکزونونه دی چې داتمی چارو ماهران به ئې په روانه میاشت کې ووینی . جمهوررئیس بوش نن دجمعی په ورځ وویل، که شمالی کوریا مشر کیم جونگ ټول مسؤلیتونه سرته ورسوی او خپل داتمی پروگرامونو نه لاس واخلی نو دهغه تړون لپاره به لاره خلاصه کړی اودهغې له مخی به په رسمی توگه د١٩٥٠ نه تر١٩٥٣ م کال پوری دکوریا جنگ ته خاتمه ورکړل شی

XS
SM
MD
LG