د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې دبم په چاودنه کې دولس تنه زخمیان شویدی


پاکستانی پولیس وائې نن دشنبی په ورځ په پیښورکې دیو بانک دموټرو دتم کیدلو په ځای کې دموټر بم چاودنه وشوه چې دولس تنه پکې زخمیان شول. مقامات وائې دغې چاودنی دعسکری بانک کړکۍ ماتې کړې او نژدی یو شمیر دکانونو او موټروته ئې هم تاوان اړولی دی. پاکستان دتروریزم په خلاف جنگ کې دامریکا یو کلک متحد دی. پدی وروستیو کلونو کې په پیښور او د پاکستان په نورو ښارونوکې د بمونو چاودنې شویدي چې ملامتي ئې په غیرقانونی اعلان شوو افراطی ډلو باندی اچول کیږي. دجولای دمیاشتې دپوځي عملیاتونه وروسته چې په اسلام اباد کې دلال جومات نه افراطیان وویستل شول، دبمونو چاودنې زیاتې شویدي.

XS
SM
MD
LG