د لاس رسي وړ اتصالات

بوش داسامه بن لادن دنوی ویډو په باب عکس العمل څرگند کړیدی


جمهوررئیس بوش وائې دالقادی دمشراسامه بن لادن دویډو نوی پیغام ښئ چې ټولو ملکونو ته پکارده چې دتروریزم په خلاف په گډه کاروکړی. ښاغلې بوش چې ډیرکم پیښیږی دالقاعدی دویډوگانو په باره کې عکس العمل څرگند کړی، وویل دبن لادن په پیغام کې ډیموکراسی اوبین المللی اقتصادی پرمختگ ردشویدی چې دا داسی یوه خطرناکه نړۍ راپه یادوی چې موږ پکې ژوند کوو. ښاغلې بوش نن دشنبی په ورځ په سیډنی کې دآسیا او ارام سمندردسیمی دمشرانو دعالی غونډې دپیل کیدونه دمخه څرگنده کړه چې بن لادن عراق هم یادکړیدی . جمهوررئیس دا ددی نخښی نښانی وبللی چې ترورستی شبکه لدی لپاره جنگیږی چې په دغه هیواد کې دخپلو غړو لپاره دپټیدو مرکزونه جوړکړی. دالقاعدی مشر چې په درو کالو کې دلومړی ځل لپاره په ویډو کې راښکاره شو، له امریکایانونه وغوښتل چې که غواړی په عراق کې دامریکا مداخله پای ته ورسیږی نو خپل دحکومت ډیموکراتیک سستم نه لاس واخلی او اسلام ومنی. دامریکا داستخباراتوماموران وائې، دوی پدی عقیده دی چې دالقاعدی دغه نوی ویډو اصل اومؤثقه ده.

XS
SM
MD
LG