د لاس رسي وړ اتصالات

دسعودی عربستان شهزاده له نواز شریف نه غوښتی دی چې پاکستان ته ستون نشی


سعودی عربستان دپخوانی صدراعظم نواز شریف نه چې په تبعیدی کې ژوندکوی، غوښتی دی پاکستان ته ستون نشی. دسعودی عربستان شهزاده ‏(‎ میگران بن عبدالعزیز ‏)‎ نن دشنبی په ورځ په اسلام اباد کې وویل، ښاغلې شریف ته پکارده چې دهغې موافقی درناوی وکړی چې ویلی ؤ، دی به لس کاله دپاکستان نه بهر اوسیږی. دپاکستان جمهوررئیس پرویزمشرف په ١٩٩٩ کال کې په یوه سپینه کودتا کې دی له قدرت نه ایسته کړاولدی نه وروسته ئې دا موافقه وکړه. ښاغلې شریف چې په سعودی عربستان کې اوسیږی ، وویل، دی به ددوشنبی په ورځ پاکستان ته ستون شی چې په راتلونکو انتخاباتو کې دجنرال مشرف په مقابل کې ودریږی. پرون دجمعی په ورځ دپاکستان یوې محکمې دنوازشریف دکشرورور شهباز شریف دبندیکیدو امرورکړچې هغه به دخپل ورور سره پاکستان ته راستنیږی. شهبازشریف د١٩٩٧ م کال نه تر١٩٩٩ م کال پوری دپنجاب صوبی اعلئ وزیرو. په ده باندی داتوردی چې په ١٩٩٨ م کال کې ئې دپولیسو په یوه جعلی حمله کې ئې پنځه مشکوک افراطی مسلمانان وژلی دی. احمتال لری چې نوازشریف هم داداری فساد دتورونو له کبله بندی کړی شی.

XS
SM
MD
LG