د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان حکومت د  نوازشریف ورتلو نه مخکى امنېت ټنېگ کړېدى


حکومت د ښاغلي نواز شرېف د پلوېانو او گوندې غړېو په نېولو پېل کړېدى. د پاکستان پخوانى لومړى وزېر نواز شرېف د پاکستان دمسلم لېگ – نواز ډلې مشردى. دغه گوند وايي چې د پاکستان حکومت ددوى تردوو زرو نه زېات غړى تراوسه پورې توقېف کړېدى. خو چارواکي وايي چې ېوازې اوه سوه غړي ېې بندېان کړېدى. ښاغلې شریف وائې، دی غواړی چې ددوشنبی په ورځ بیرته پاکستان ته راستون شی چې په راتلونکوانتخاباتوکې دپاکستان د جمهوررئېس جنرال پروېز مشرف سره مقابله وکړی. د سعودی عربستان شاهي کورنۍ له پخوانی لومړي وزېر نواز شریف نه چې په جلا وطنۍ کې ژوندکوی، غوښتی دی چې پاکستان ته ستون نشی او دخپلی موافقی درناوی وکړی . دسعودی عربستان داستخباراتو دچارو رئیس شهزاده مقرن بن عبدالعزیز دشنبی په ورځ په اسلام ابادکې دپاکستان دجمهوررئیس پرویزمشرف او دلبنان دپارلمان غړی سعد حریری سره ملاقات وکړ . دسعودی عربستان شاهی کورنی او دښاغلی حریری فقید پلاراو دلبنان پخوانی لومړي وزېر رفیق حریری مینځگړیتوب کړی وو چې په دوه زرم کال کې وروسته له هغې نه چې جنرال مشرف په نظامی کودتا کې، نواز شرېف له قدرت نه ایسته کړ، ښاغلې شریف ئې سعودی عربستان ته ولیږه. ددغې موافقی له مخی ښاغلې شریف ته پکاردې چې لس کاله دهیواد نه بهراووسیږی مگر دپاکستان سترې محکمې تیره میاشت وویل، چې ښاغلى شرېف ددی حق لری چې پاکستان ته و رستون شی. رپوټ وايي که چېرې ښاغلى نواز شرېف او دهغه کشر ورور شهباز شرېف له جلاوطنۍ نه بېرته خپل هېوادته ستانه شى نو ددې خطر شته چې دواړه ونېول شى او زندان ته واچول شى. وېل کېږي چې چارواکېو خبردارى ورکړېدى چې د شپاړسمى پېړۍ په ېوه کلاکې د پخوانى لومړي وزېر لپاره ېوه کوټه برابره کړى شوېده چې په کې توقېف شى. د جمعې په ورځ د پاکستان ېوې محکمى د شهباز شرېف خلاف ېوامرصادر کړ او په دې ېې تورن کړ چې ده د پنځو مشکو کو سر تېرو دوژلو امرکړې و چې د پولېسو په ېوه ساختگي مقابله کې دې په ١٩٩٨ مېلادى کې ووژل شى. د پخوانى لومړى وزېر ښاغلى شرېف خلاف د ادارې فساد دوسېې هم تېره مېاشت را وسپړل شوې.

XS
SM
MD
LG