د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان صدراعظم وايي که چېرې دې دجاپان د سمندري قوې مامورېت په افغانستان کې تمدېد کولى نشى نو دى به استعفى وکړى


له ښاغلي شېنزو ابې نه پوښتنه وشوه چې که دهغه حکومت ونکړى شول چې د خپلو قواو دمامورېت رسمى موده اوږده کړى نو اېا دې استعفى کولو ته چمتو دى. هغه په سېډني کې خبرېالانو ته ووېل چې په دې صورت کې دى دانېت نلرى چې خپلې وظېفې ته ادامه ورکړى. ښاغلى ابې اوس د استرالېا دسېډنى په ښار کې د اسېا ېې هېوادونو د اقتصادى همکارى د مشرانو په غونډه کې برخه اخلى. د جاپان سمندرى قوه د اېتلاف جنگي بېړېو ته دهند په سمندر کې د ٢٠٠١ مېلادى کال نه راپه دې خواد ترهگرى ضد ېو قانون سره سم تېل برابروي. دغه قانون د نومبر په مېاشت کې فسخ کېږى. د جاپان دېموکرات گوند چې دمشرانو په جرگه کې ې د جولاى دمېاشتى په انتخباتو کې اکثرېت گټلى دى ددغه قانون دمودې د اوږدولو سره مخالفت لرى.

XS
SM
MD
LG