د لاس رسي وړ اتصالات

دېموکراتان د عراق په باب د جنرال پېټرې ېس د رپوټ په برخه کې پوښتنى لري


ډاېن فېنسټېن دکلېفورنېا سناتوره وايي دا گومان نه کوي چې دامرېکا د پوځ د جنرال ډېوېډ پېټرې ېس رپوټ دې د عراق په برخه کې د ېو آزاد تحلېل کوونکي د رپوټ حېثېت ولرى. د شنبى په ورځ، دامرېکا د مشرانو په جرگه کې د اکثرېت مشر سناتور هاري رېډ، دنېوادا داېالت استاځي ووېل ددې توقع شته چې سپېنه مآڼى په رپوټ کې حقاېق تحرېف اومسخ کړى.

جنرال پېټر ېس په عراق کې دامرېکا لوړ پوړه نظامى قوماندان دى. په گډه به دى او په عرا ق کې دامرېکا سفېر رېان کراکر ددوشنبى په ورځ دامرېکا کانگرېس ته دعراق د حالاتو په باب رپوټ وړاندى کړى او دامرېکا د کانگرېس د وسله والو خدماتو کومېټه کې به گواهى ورکړى.

بلخوا دعراق لومړي وزېر نوری المالکی دعراق له گاونډیانونه وغوښتل چې پدی کې مرسته وکړی چې شیطانی قواوی سیمه بی ثباته نکړی . ښاغلې مالکی نن دیکشنبی په ورځ دبغداد په غونډه کې داغوښتنه وکړه. پدی غونډه کې دعراق گاونډیان، امریکا، دملگرو ملتونو، داروپائې اتحاد اوداتوصنعتی هیوادونو استازی برخه لری . ښاغلې مالکی وویل، عراق اوگاونډیان ئې باید دترورستی ډلو په خلاف متحدشی چې دده په قول دوی به دیوهیواد په سرحدونو کې پاتی نشی او نورو هیوادونوته به خپری شی . له بل پلوه دامریکا نظامی مقامات وائې، دلارۍ بم طراح ووژل شوچې تیره میاشت ئې دعراق په شمال کې دیزی دفرقی ‏(‎۴٠٠ ‏)‎ غړی وژلی وو. پوځی مقامات وائې، ابومحمد العفری چې په عراق کې دالقاعدی سیمه ایزه مشرو، دروانی میاشتی په دریمه نیټه دموصول شمالی ښارته نژدی دائتلاف قواو په هوائې بمبارې کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG