د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان عسکرو، له ېوې ناڅاپې حملى نه وروسته، لس جگړه ماران ووژل


د پاکستان د پوځ وېاند تورن جنرال وحېد ارشد وايي جگړه مارانو په نظامى کاروان باندى د حملى کوشش وکړ او عسکرو متقابله حمله وکړه. دغه نښته دپاکستان د شمال لوېدېزې قبېلوى سېمى شوال په علاقه کې چې په وزېرستان کې پرته ده وشوه.

دغه سېمه د القاعده او طالبانو د پلوېانو قوي مورچل گڼل کېږى. دا وروستى او تازه پېښه په داسى وخت کې وشوه چې دپاکستان تردوو سوونه زېات عسکر په جنوبى وزېرستان کې د سر تېرو طالبانو د پلوېانو په لاس کې دى. د اعسکر تېره مېاشت هلته ونېول شول.

XS
SM
MD
LG