د لاس رسي وړ اتصالات

پولېسو نواز شرېف داسلام اباد په هوايى مېدان کې ونېو


نوموړى اته کاله پخوا په ېوه سپېنه کودېتا کې د پاکستان د اوسني جمهوررئېس جنرال مشرف له خوانه له قدرت نه وغورځول سو. رپوټ وايي داسلام اباد په هوايي مېدان کې ، په الوتکه کې له چارواکېو سره له ېونېم ساعت جنجال او مقابلې نه وروسته امنېتى مقاماتو ښاغلى شرېف بېرته په الوتکېو کې د سپرېدلو ځاى ته بوته. هلته دى په رسمى ډول د اداري فساد او غېرقانونى پېسو په قانونى پېسو بدلولو په تور ونېول شو. تردې لنډ وخت وروسته ، چارواکېو ووېل چې ښاغلى شرېف په هغه الوتکه کې واچول شو چې سعودي عربستا ن ته ېې تلله. د پاکستان دکورنېو چارو وزېر افتاب شېرپاو نن دوخته ووېل هرڅه چې دغه پخواني لومړي وزېرته ورپېښېږي هغه به له قانون سره برابروي. حکومت دا وېلي وو چې که نواز شرېف پاکستان ته راستون شى نو دى به ونېول شى. که څه هم تېره مېاشت د پاکستان سترې محکمى تېره مېاشت دهغه د بېرته راتللو لپاره لاره اواره کړې وه. ښاغلي شرېف چې نېژدې اوه کاله ېې په جلاوطنى کې تېرکړېدي، دانېت لري چې په راتلونکېو انتخاباتو کې د جنرال مشرف په مقابل کې په انتخاباتو کې ودرېږي. پولېسو نن ددوشنبى په ورځ دهغه له ملاتړو سره د هوايى مېدان په لاره نښته وکړه؛ هغوى له ډنډو، اوښکو بهوونکېو گازو او توقېفونو نه کار واخېست. په دې لړکې ېې دهغه په لسهاو پلوېان ونېول. عېنى شاهدان وايي چې پولېسو داسلام اباد هوايى مېدان ته تلونکې لارې په لارېو او ترکتورونو باندى بندې کړې وې. د پاکستان داطلاعاتو او کلتور وزېر طارق عظېم امرېکا غږ ته ووېل دا احتېاطى تدابېر ددې لپاره نېول شوي چې امن وساتل شى نه داچې خلک وبېرول شى. چارواکېو د پخوانى لومړي وزېر نواز شرېف په سوونو پلوېان او ملاتړ نېولى دى. د ېکشنبى په ورځ ناوخته چارواکېو ېو شمېر نور سېاسى مشران په خپلو کورونو کې نظربند کړل. په دې جمله کې د جماعت اسلامي مشر قاضى حسېن احمد هم شامل و. د پخواني لومړي وزېر نوازشرېف بېرته راتللو ته په دې سترگه کتل کېږي چې د جنرال مشرف لپاره به انتخابى مقابله سخته کړي. جنرال مشرف په ١٩٩٩ مېلادى کې دېوې کودېتا په ترڅ کې نواز شرېف له قدرت نه غورځولى و. د جمهوررئېس جنرال پروېز مشرف ملاتړ تر زېاتى اندازې پورې له هغه نه هغه وخت زړه بدي شوي او ترېنه اووښتي دي چې هغه کو شش وکړ چې شپږ مېاشتى مخکى د پاکستان د سترې محکمى عالېرتبه قاضى افتخار محمد چوهدري له خپلې وظېفې نه لېرې کړى. خو دهغه په دې کار په ټول هېواد کې نارامى او ناکرارى پېدا شوه.

XS
SM
MD
LG