د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي د افغانستان له حکومت سره خبرو اتروته چمتو دي


دطآلبانو نطاق د جمهوررئېس د تبصرو په حواله خبري اژانسونو ته نن ددوشنبى په ورځ ووېل چې طالبان دېته چمتو دي چې له حکومت سره مذاکرات او خبرې اترې وکړي لکه څنگه ېې چې د جنوبى کورېا له چارواکېو سره د جنوبى کورېا د ېرغملو سره وکړې. خو ددې ترڅنگ د طالبانو وېاند دا پوښتنه هم وکړه چې اېا جمهور رئېس په رېښېتاهم مذاکرات غواړي او که نه. هغه د حکومت د هغو هلو ځلو ېادونه وکړه چې د طالبانو دمشرانو د وژلو لپاره ېې کوي. افغان چارواکيو له طآلبانو سره د جنوبى کورېا په مذاکراتو انتقاد وکړ او وېل ېې چې له ېاغېانو سره جرگې مرکې به هغوى دنورو ېرغملو د نېولو لپاره هم وهڅوي. د جنوبى کورېا د برمته کولو سخته شخړه دوه اونى مخکې هغه وخت پاېته ورسېده چې طا لبانو ٢١ برمته خوشى کړل. طالبانو دوه برمته وژلى وو.

XS
SM
MD
LG