د لاس رسي وړ اتصالات

دگرېشک په ځان مرگي برېد کې ٢٧ تنه ووژل شول


دافغانستان چارواکي وايي لږ تر لږه اوه وېشت تنه هغه وخت مړه شول چې ېوه ځان وژونکي خپل ټپ ټپې چې له چاودونکېو موادونه ډک و په ېوه داسى سېمه کې په بم والوزاوه چې د خلکو گڼه گوڼه پکى زېاته وه. لږ تر لږه ۴٥ تنه نور په دغه چاودنه کې زخمېان شول. افغان چارواکى وايي برېد کوونکى په اصل کې د سېمى پر پولېسو حمله کوله. لږ تر لږه دېارلس تنه پولېسان په دغه چاودنه کې وژل شوېدى. چاودنه د هېلمند ولاېت دگرېشک په سېمه کې وشوه. په دغه سېمه کې په تېرو ١٨ مېاشتوکې دمرگ ژوبلې ډېرې سختې پېښې منځته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG