د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ او افغانستان کي دسپټمبریولسمه ورځ لمانځل کیږي


د ۲۰۰۱ کال دسپټمبر دیولسمې له پیښې مخکې دافغانستان په ختیځ کې دننګرهار دتورې بوړې غرونه چا دومره نه پیژندل، خو کله چې داسامه ابن لادن په مشرۍ دالقاعده شبکې دامریکې په متحدو ایالاتو کې دنیو یارک او واشنګتن په ښارونو کې یو لړ ترورستي بریدونه ترسره کړل، دتورې بوړې غرونو دنړیوالو سترګې دځان خواته ور واړولې. کله چي امریکا دطالبانو او دهغوې دملاتړې القاعده غړو په وړاندې عملیات پيل کړل، نو اسامه ابن لادن له خپلو نورو جنګیالیو سره تورې بوړې ته پناه یو وړه او پدغو غرونو کې یې له افغان او نړیو الو ځواکونو سره تر اوږدې مودې وجنګیدل،

چې بیا له همدې سیمې کوم بل مصون ځای ته یې مخه کړه. د ۲۰۰۱ کال دسپټمبر یولسمې پیښې په افغانستان کې بدلونونه رامنځته کړل، دافغانستان دچارواکو په وینا دسپټمبر له پیښې وروسته له ګاونډیو او نورو هیوادونو په سلګونو کډوال راستانه شوي او عادي ژوند یې پیل کړی. دافغانستان ولسمشر حامد کرزي دسپټمبر دپیښې په اړه یوې خبري ناستې ته دڅرګندولو په وخت وویل چې دسپټمبر له یوولسمې را وروسته په افغانستان کې دپام وړ بدلونونه ترسره شوي،

جموررئیس کرزي وویل افغانستان پدې موده کې په نړۍ کې خپل ځای موندلی، اقتصادي پرمختګ یې کړی او دبیارغونې چارې یې پرمخ تللي خو جموررئیس کرزي خپلې ستونزې هم لري. دامریکا په مشرۍ دایتلاف او دناټو په مشرۍ دایساف ځواکونه چې نږدې ۵۰ زرو عسکرو ته یې شمیر رسیږي لا ترواسه هم دالقاعده او طالبانو په وړاندې جنګیږي.

په تیرو دوو کالونو کي په افغانستان کي د ځانوژونکو بریدونو شمیر څو څو چنده زیات شوی دی. ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې نیمايي ځان وژونکي بریدونه دالقاعده شبکې لخوا تر سره کیږي. سږ کال په نړۍ او افغانستان کې دسپټمبر دیولسمې یاد پداسې حال کې تازه کیږي په افغانستان کي اوس له طالبانو سره دروغې جوړې اوازونه تر غوږو کیږي.

XS
SM
MD
LG