د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ او افغانستان کي دسپټمبر یولسمه ورځ لمانځل کیږي


امرېکا نن د سه شنبى په ورځ، د غمجنو مراسمو په ترڅ کې ، د ٢٠٠١ مېلادى کال د سېپتمبر د ېوولسمى نېټى د ترهگرۍ د برېدونو، د شپږمې کلېزې ېادونه کوى.

د امرېکا جمهور رئېس جورج بش دېوې شېبې لپاره په سپېنه ماڼى کې د سهار په ٨ بجو او ۴٦ دقېقو ددې لپاره خاموشي غوره کړه چې دترهگرۍ د برېدونو ېادونه وکړي.

په همدغه ورځ او وخت باندى شپږ کاله پخوا اولنۍ تښتول شوې الوتکې دنېوېار ک په ښار کې د نړېوال تجارت مرکز وواهه. د نېوېارک په ښار کې د ژغورنې کارگران او دقربانېانو کورنۍ دهغوى نومونه اخلي.

کله چې دوه تښتول شوې الوتکې د نړېوال تجارت د مرکز له برجونو سره وجنگول شوې نوترهغې وروسته دوه زره او اوه سوه پنځوس کسان ووژل شول او د ېوسلو لس منزله ودانېو دواړه برجونه ونړېدل.

په تښتلو شوو الوتکو کې په همدغه ورځ ېوه د امرېکا د دفاع وزارت له ودانۍ سره په پنتاگان کې وجنگول شوه او ١٨۴ کسان ېې ووژل.

بله الوتکه په پنسلوانېا کې وروسته له هغه نه راوغورځېدله چې مسافرانو له ترهگرانو نه د الوتکې واک واخېست. په دغه الوتکه کې چې په ېوه مېدان کې راولوېدله ۴٠ کسه مړه شول.

ېوبل مهم خبر وايي چې د القاعده مشر اسامه بن لادن ېووېډېو ټېپ خپور کړېدى او په هغه کې ېې د هغو ١٩ ځان وژونکېو له جملى نه دوېه تن ستاېنه کړېده.

بن لادن په دغه وېډېو ټېپ کې ولاړ دى او خپل ملاتړ او خواخوږي په هغه څه کې گډون کولوته هڅوي چې د ى ورته د شهېدانو کاروان وايي. دې په همدې حال کې دولېد الشهري ستاېنه کوى چې دنړېوالى تجارت دمرکز پر ودانۍ باندې ېې په برېد کې برخه اخېستى وه.

کله چې د بن لادن خبرې پاېته ورسېږى نو په وېډېوکې ولېد الشهري ښود ل کېږى چې دامرېکا غندنه کوى. دانوى ټېپ ېو څوورځى وروسته له هغه نه خپرېږى چې بن لادن په ېوه بل ټېپ کې تقرېبا تر درو کلونو نه وروسته را ښکاره شو.

په خپل ټېپ کې بن لادن امرېکا ېان دېته هڅوى چې له خپل دېموکراتېک نظام نه لاس واخلى او اسلام قبول کړى. داسى گومان کېږى چې بن لادن او دهغه مرستېال اېمن الظواهري په هغوسرحدي سېموکې چېرته پټ ژوند کوى چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پرتې دي.

د امریکا دمتحدو ایالاتو دنیویارک او واشنګتن په ښارونو کې د ۲۰۰۱ کال دسپټمبر دیولسمې پیښې وروسته په تیرو شپږو کلونو کې په افغانستان کې دپام وړ بدلونونه ترسترګو شوي، اوس هم افغانستان له ناامنیو، ناخوالو، فقر او غربت نه ځان ندی خلاص کړی، رحیم ګل څاروان د سپټمبر دیولسمې دپیښې په اړه له کابله دا رپورټ رالیږلی.

د ۲۰۰۱ کال دسپټمبر دیولسمې له پیښې مخکې دافغانستان په ختیځ کې دننګرهار دتورې بوړې غرونه چا دومره نه پیژندل، خو کله چې داسامه ابن لادن په مشرۍ دالقاعده شبکې دامریکې په متحدو ایالاتو کې دنیو یارک او واشنګتن په ښارونو کې یو لړ ترورستي بریدونه ترسره کړل، دتورې بوړې غرونو دنړیوالو سترګې دځان خواته ور واړولې.

کله چي امریکا دطالبانو او دهغوې دملاتړې القاعده غړو په وړاندې عملیات پيل کړل، نو اسامه ابن لادن له خپلو نورو جنګیالیو سره تورې بوړې ته پناه یو وړه او پدغو غرونو کې یې له افغان او نړیو الو ځواکونو سره تر اوږدې مودې وجنګیدل، چې بیا له همدې سیمې کوم بل مصون ځای ته یې مخه کړه.

د ۲۰۰۱ کال دسپټمبر یولسمې پیښې په افغانستان کې بدلونونه رامنځته کړل، دافغانستان دچارواکو په وینا دسپټمبر له پیښې وروسته له ګاونډیو او نورو هیوادونو په سلګونو کډوال راستانه شوي او عادي ژوند یې پیل کړی.

دافغانستان ولسمشر حامد کرزي دسپټمبر دپیښې په اړه یوې خبري ناستې ته دڅرګندولو په وخت وویل چې دسپټمبر له یوولسمې را وروسته په افغانستان کې دپام وړ بدلونونه ترسره شوي، جموررئیس کرزي وویل افغانستان پدې موده کې په نړۍ کې خپل ځای موندلی، اقتصادي پرمختګ یې کړی او دبیارغونې چارې یې پرمخ تللي خو جموررئیس کرزي خپلې ستونزې هم لري.

دامریکا په مشرۍ دایتلاف او دناټو په مشرۍ دایساف ځواکونه چې نږدې ۵۰ زرو عسکرو ته یې شمیر رسیږي لا ترواسه هم دالقاعده او طالبانو په وړاندې جنګیږي.

په تیرو دوو کالونو کي په افغانستان کي د ځانوژونکو بریدونو شمیر څو څو چنده زیات شوی دی. ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې نیمايي ځان وژونکي بریدونه دالقاعده شبکې لخوا تر سره کیږي.

سږ کال په نړۍ او افغانستان کې دسپټمبر دیولسمې یاد پداسې حال کې تازه کیږي په افغانستان کي اوس له طالبانو سره دروغې جوړې اوازونه تر غوږو کیږي.

XS
SM
MD
LG