د لاس رسي وړ اتصالات

د اندونېزېا هېواد ېوې زورورې سمندري زلزلې لړزولى دى


د اندونېزېا د سوماترا داېالت ساحلي سېمې چې ددغه هېواد په لوېدېز کې پرتې دې ېوې زورورې سمندري زلزلې لړزولى دي.

دغې زلزلې ان تر پاېتخت جاکارتا پورې ودانۍ لړزولې دي. ددې ترڅنگ چارواکېو دهند په سمندر کې د قوي سمندري توپان د راتلو خبردارى هم ورکړېدى.

ساېسپوهانو ددغې زلزلې د قوت او شد ت اندازه په ابتدايي پړاو کې اوه اعشارېه نهه درجې سنجولې ده.

د امرېکا د جېولوژېکى سروې اداره وايي ددغې زلزلې مرکز نن د چارشنبى په ورځ د اندونېزېا له پاېتخت جاکارتا نه شپږ سوه کېلومتره د شمال لوېدېز خواته و او ژور والى ېې په سمندر کې تر لسو کېلومترو زېات و.

د ارام سمندرد قوي څپو او توپان د خبردارۍ مرکز ووېل چې له دغې زلزلې سره ددې امکان شته دى چې دتوپان دومره سترې څپې تولېد کړى چې د هند دسمندر د حوض ټولې ساحلى سېمى زېانمنى کولى شى.

دغه مرکز وايي چې سمندرى څپې دېو څو ساعتونو په موده کې د اندونزېا او اسټرا لېا ساحلى سېمى وهلى شى.

رپوټ وايي چې هند او سرېلانکا په درى ساعتونو کې وهل کېدلى شى. دهند چارواکېو د بنگال په خلېج کې اندمان او نېکوبار ټاپو وزمو ته د قوى سمندرى توپان خبردارى خپور کړېدى.

په مالېزېا کې هم خبردارى خپور شوېدى. سمدلاسه د مالى او ځانى تاوان رپوټونه ندى راغلى. د ٢٠٠۴ مېلادى کال د ډېسېمبر په مېاشت کې ېوې سترې سمندرى زلزلې او سمندرى توپان داندونېزېا په لوېدېز اېالت اچې کې تر ١٦٠ زرو نه زېات کسان ووژل.

د هند د سمندر په نورو هېوادونو کې په زرگونو نور کسان هم مړه شول.

XS
SM
MD
LG