د لاس رسي وړ اتصالات

نامعلومو ټوپک والاو د پاکستان په سمندرى ښار کراچۍ کې شپږ کسان ووژل


پاکستانى پولېس وايي نا معلومو ټوپک والاو په هغه سروېس باندى ډزې وکړې چې د کراچۍ په جنوبى ښار کې نن شپږ کسه پکې ووژل شول او څو تنه نورېې زخمى کړل.

د پولېسو ېو معتبر چارواکي نن ووېل برېد کوونکي په موټر ساېکل باندى سپاره ول او د پوهنتون ساحې ته نېژدې ېې په ډزو پېل وکړ.

سمدلاسه دانده معلومه چې دا قتلونه ولې وشول. د پاکستان پوځ ویلي دي چی د افغانستان سره په سرحدی قبایلي سیمه کی یې د یاغیانو سره په جگړه کی ٣٠ تنه وژلي دي.

د پاکستان د پوځ نطاق تورن جنرال وحید ارشد وویل چی جگړه په شپه کی په شمالي وزیرستان کی هغه وخت شروع شوه چی یاغیانو د پوځ د تلاشۍ پر یوې پوستې باندی حمله وکړه.

هغه وویل چی توپ لرونکو هلیکوپترو د عسکرو ملاتړ کاوه. ارشد وویل چی په دې جگړه کی نهه تنه پاکستاني عسکر هم زخمي شوي دي.

پرون پاکستاني عسکرو چی د هلیکوپترو ملاتړ ورسره و په شمالي وزیرستان کی د یاغیانو په پټو ځایونو باندي بمبارۍ وکړې او تقریبا ۴٠ یاغیان یې ووژل.

پاکستانی چارواکو دا هم ویلي دي چی پرون د چهارشنبې په ورځ طالب پلوه جگړه مارانو په شمال لویدیځ کی د بنو ښارگوټي ته نژدې په یوې عسکري پوستې باندی حمله وکړه او د امنیتي چارو ١٢ کسان یې یرغمل ونیول.

پاکستاني مقامات تر اوسه لا هلي ځلي کوی چی د هغو نورو څه د پاسه ٢٠٠ عسکرو د خلاصون د پاره چی تیره میاشت یاغیانو په دې سیمه کی نیولي دي، لاري چاري ولټوي.

XS
SM
MD
LG