د لاس رسي وړ اتصالات

له اېران نه د امرېکا پر اډه د راکټ ډزې وسوې


د امرېکا ېوه جنرال پر اېران باندى دا تور لگولى دى چې تهران د عراق هغو شېعه ډلو ته راکټونه ور لېږى چې د عراق له حکومت او په عراق کې دامرېکا له عسکرو سره جگړه کوى.

د امرېکا نظامى نطاق تورن جنرال کېوېن برگنر ووېل د امرېکا ماهرانو په کافې اندازه بېلگى را ټولى کړېدى چې دا څرگندوى چې هغه راکټ چې په عراق کې ېې د امرېکا نظامى مرکزي دفترونه د سه شنبى په ورځ ووېشتل هغه له اېراني منابعو نه لاس ته راوړل شوېدى.

په دغه راکټ باندى د امرېکا د پوځ هغه کمپ لگېدلى دى چې د بغداد له هوايي نړېوال مېدان سره نېژدې دى. په دغه راکټ باندې ١١ تنه زخمېان شوېدى.

دغه جنرال وايي چې د راکټ ډز د بغداد له لوېدېځې برخى نه شوېدى. دغه سېمه د اور پوکي شېعه ملا مقتدا الصدر د مهدى د پوځ پوخ مورچل گنل کېږى.

تورن جنرال برگنر وايي، 'په دغه برېد کې د ٢۴٠ ملي مېتره راکټ نه کا راخېستل شوېدى. دا هغه وسله ده چې دغو ډلو پخوا له اېران نه اخېستې ده او په دې نېژدې وخت کې ېې د اېتلاف د قواو خلاف په نورو حملو کې هم استعمال کړېده.'

د جنرال برگنر تبصرې وروسته له هغه کېږې چې د امرېکا ېوه بل عالېرتبه جنرال هم پر اېران باندى مشابه تورونه لگولى وو چې اېران د سړک دغاړې هغه بمونه برابروى چې په عراق کې د امرېکا د پوځ خلاف استعمالېږى.

د اېران جمهور رئېس محمود احمدى نژاد دغه تورونه رد کړل چې د ده ملک په عراق کې لاسوهنه کوي. خو نن د پنجشنبى په ورځ جنرال برگنر ېو ځل بېا د واشنگټن ادعا تکرار کړه چې اېران هغو قواو ته چې د عراق له حکومت او امرېکا ېې قواو سره مخالفت لرى پېسى، روزنه او وسلې برابروى.

د امرېکا نظامى نطاق دا خبره تصدېق کړه چې د اېتلاف قواوې د عراق او اېران د سرحد په اوږدو کې ېوه داسى اډه جوړوى چې له اېران نه د غو ډلو ته دوسلو او نورو مرستو د رالږلو مخه بنده کړه.

XS
SM
MD
LG