د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان د لومړي وزارت نوى احتمالى گټونکى وايي دافغانستان د عملېاتو د ملاتړ قانون منظورېدلى شى


د جاپان د لومړي وزارت په کاندېدانوکې مخکښ کاندېد ېاسو فوکودا وايي واکمن اېتلاف دتوکېو ملاتړ د قانون له لارې دامرېکا په مشرۍ د اېتلاف له عملېاتو سره په افغانستان کې خپلې مرستى جاري وساتي.

هغه نن د ېکشنبى په ورځ په تلوېزېون کې دخبرو په ترڅ کې ووېل چې په دې برخه کې د جاپان دمشرانو په جرگه کې چې د مخالف گوند غړي په کې اکثرېت لرى له نظره غورځول کېدلى شى او دا لاېحه د پارلېمان په ولسى جرگه کې دوه ځلې منظورېدلى سى.

مخالف گوند نه غواړى چې دغه قانون چې جاپان ته اجازه ورکوى چې دامرېکا په مشرى اېتلاف بېړېو ته دهند په سمندر کې تېل ور ورسوى تجدېد شى.

ددغه قانون موده د نومبرپه اوله نېټه پاېته رسېږى. د فوکودا رقېب تارو آسو هم ددغه قانون ملاتړ کوى. دغه دواړه کسان به د سېپتمبر په ٢٣ مه نېټه له ېوبل سره په انتخابى مبارزه کې مقابله وکړى چې د واکمن لېبرال دېموکرات گوند مشري وگټى او په دې ډول پر جاپان حکومت وکړى.

هرېوه چې دا انتخابات وگټل هغه به د اوسنى لومړي وزېر شېنزو ابې ځاې ونېسى. هغه د چارشنبى په ورځ ووېل چې دى غواړى له خپلې وظېفې نه ددې لپاره استعفى وکړى چې دده په وخت کې د ادارې فساد ېو لړ پېښې منځ ته راغلى.

XS
SM
MD
LG