د لاس رسي وړ اتصالات

دتاېلند په مسافر وړونکې الوتکې په ټکر کې ٦٦ کسان وژل شوېدى


چارواکي وايي ېوه الوتکه د تاېلند د جنوبى برخې په تفرېحي ځاى کې نن د ېکشنبى په ورځ غورځېدلې ده او لږ تر لږه ٦٦ کسان ېې وژلى دى.

دغه الوتکه هغه وخت ولوېدله چې په سخت باران کې ېې د فوکېټ په هوايي مېدان کې د ښکته کېدلو کو شش کاوه. دغه چېټ الوتکه د ښکته کېدلو له سړک نه واووښتله دوه ټوټې شوه او اور ېې واخېست.

چارواکي وايي دغې الوتکې ١٢٣ کسان انتقالول او په هغو کې دالوتکې د پرواز اوه تنه عمله هم د بنکاک نه راسپره شوې وه.

په الوتکې زېات مسافران خارجېان و. د بېړنېو مرستو کارگرانو لږ تر لږه ۴٠ تنه ژوندى پاتى شوي کسان روغتون ته ورسول. لږ تر لږه دوه کسان له معمولى علا ج نه وروسته بېرته رخصت کړى شول.

په ژوندېو کسانوکې ېو څو تنو ووېل چې دوى داسى کسان ولېدل چې اور ېې اخېستى و او کوشش ېې کاوه چې له الوتکى نه چې پخپله ېې هم اوراخېستى و وتښتى.

په تېره لسېزه کې په تاېلند کې د الوتکېو په ټکر کې داترټولو خونړۍ پېښه ده. په ١٩٩٨ مېلادى کال کې ېو سلو لس کسه هغه وخت مړه شول چې دمسافرانو ېوه جېټ الوتکه دبنکاک په جنوب کې ولوېدله.

XS
SM
MD
LG