د لاس رسي وړ اتصالات

په ټول عراق کې حملی شویدی او لږترلږه ٢٨ تنه پکې وژل شویدی


عراقی مقامات وائې، وروسته له هغې چې ېوې ډلې چې له القاعدی سره تړاو لري، دروژی په مبارکه میاشت کې دنوو حملوخبرداری ورکړی و، نن دیکشنبی په ورځ په ټول عراق کې لږترلږه ٢٨ تنه وژل شویدی.

پولیسان وائې، په عراق کې دالقاعدی مشکوکوجنگیالیو لږترلږه ١۴ تنه ووژل او دبغداد شمال پلوته په مقدادیه کې ئې ١٢ ودانیوته اورواچاوه.

په پائتخت بغداد کې دبمونو چاودنی شویدی او لږترلږه اته تنه پکې ووژل شول. په عراق کې امریکائې قواوی وائې، دوی د القاعده هغه مشکو ک غړى نیولی دی چې گمان کیږی، تېره اونې دیومهم سنی عرب مشر په وژلو کې مسؤل دی.

شیخ عبدالستار ابوریشا دامریکایومهم متحد و. هغه سنی عرب قبلی سره متحدی کړی وی چې په عراق کې دالقاعده په خلاف وجنگیږی.

هغه دپنجشنبی په ورځ دالانبار دولایت مرکز رمادی کې دموټربم په چاودنه کې ووژل شو. دامریکا دپوځ اعلامیه وائې، دفلاح خلیفه حیاس فیاس په نامه مشکوک سړی دشنبی په ورځ دبغداد په لویدیځ کې دعملیاتو په وخت کې ونیول شو.

عراقی پولیسانو نن دیکشنبی په سهاروویل، یوځانمرگی بریدکونکی د توزخورمتود شمالی ښارگوټې په یوه کافی کې لږترلږه شپږتنه ووژل.

XS
SM
MD
LG