د لاس رسي وړ اتصالات

دهېلمند د نادعلى په ولسوالۍ کې ېوه ځان وژونکي اته تنه وژلي دي


. ېوه ځان وژونکي په هېلمند کې له ځان سره د بم په چاودنه کې د څلور و پولېسانو په شمول اته تنه وژلى دي.

دغه چاودنه چې دپولېسو سرمامورېت ته نېژدې وشوه پر مړو سر بېره پکى اوه تنه زخمېان شول. ځان وژونکي نن ددوشنبى په ورځ د هېلمند د نادعلى په ولسوالى کې پولېسو د سر مامورېت په مرکزى دفتر باندى د بم حمله وکړه.

چارواکي وايي د نادعلى د ولسوالى د امنېه قوماندان هم د زخمېانو په جمله کې دى. ېاغى طالبانو لوړه کړېده چې خپلې حملې د روژې په مېاشت کې پر نړېوالو قواوباندې زېاتې کړې.

په عېن حال کې بنگله دېش خواست کړېدى چې ددوى د خېرځه مرستو هغه مامور چې د لوگرپه ولاېت کې د شنبى په ورځ برمته شوى و راخوشى کړى شى.

د بنگله دېش د کورنېو چارو د وزارت ېوچارواکي نن په ېو خبر لېک کې ووېل چې د برمته شوي سړي ېوازېنى مامورېت په افغانستان کې د بشري مرستو کول و.

دغه بنگالى مامور د لوگر په ولاېت کې نامعلومو وسله والو کسانو له خپل دفترنه بېولى دى.

XS
SM
MD
LG