د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ستره محکمه د جنرال مشرف د بېا انتخابېدو په قانونى توب بحث کوي


د پاکستان سترې محکمى په دې پېل کړېدى چې د جنرال پروېز مشرف د بېا انتخابېدو په برخه کې قانوني اعتراضونه واوري او غور پرې وکړي.

د پاکستان جمهوررئېس جنرال پروېز مشرف دانېت لري چې به په راتلونکې مېاشت کې د پاکستان د جمهورى رېاست د مقام لپاره ېو ځل بېا خپل ځان کاندېد کړي.

د پاکستان د روان حکومت مخالفې سېاسې ډلې د جنرال مشرف ددې پلان چې د جمهورى رېاست د بلې پنځه کلنى دورې لپاره ځان کاندېدوي او هغه هم په داسى حال کې چې د پاکستان د پوځ لوې درستېز هم دى، په قانونى توب باندى اعتراض لري او غواړى چې ددغه هېواد په ستره محکمه کې پرې دعوه وکړي چې دا کار له قانونو سره برابر دى او که نه.

په عېن حال کې د پاکستان د انتخاباتو کومېسېون د ېوې قانونى مادې د بدلون اعلان کړېدى چې دهغه له مخې نه جنرال مشرف کولى شى له قانونى ستونزو نه د بېا انتخابېدو په برخه کې خلاص شى.

دانتخاباتو کومېسونو ووېل چې دوى د خپل قوانېن ددى لپاره تحدېد کوى چې د سترې محکمى د پخوانېو فېصلو څرگندونه وکړى.

د سترې محکمې د فېصلى له مخى هغه ماده چې حکومتى برحاله ماموران انتخابى ادارو ته نشى کاندېد کېدلى پر جمهوررئېس پروېز مشرف باندى نه تطبېق کېږى.

ېوشمېر کره کتونکى وايي که چېرې جنرال مشرف د مخالفو گوندونو فشار ته تسلېم شى او د پوځ د لوى د رستېز په حېث استعفى وکړى نو سره له دې به هم دغه ماده ده ته اجازه ورنکړى چې دى بېا ځان انتخاب کړى.

د دېنى او سېاسى گوندونو داېتلاف مشر قاضې حسېن احمد چې محکمى ته عرېضه ورکړېده وايي چې دوى غواړى داووېنى چې د پاکستان ستره محکمه له هغو کسانو سره څه کوى چې د ملک له اساسى قانون سره جنجال اومشاجره کوي.

جنرال مشرف په ېوه سپېنه کودېتا کې په ١٩٩٩ مېلادى کال کې قدرت ونېو. پکارده چې د پاکستان د جمهورى رېاست لپاره د دوېم ځلي کاندېد کېدو غوښتن لېک داکتوبر په ١٥ مه نېټه مسوول مقام ته ورسېږى.

دهغه د جمهورى رېاست اوسنى موده دروان کال دنومبر په پنځه لسمه نېټه پاېته رسېږى. د پاکستان د واکمن گوند ېوه عالېرتبه مشر د روېټر خبرى اژانس ته نن ددوشنبې په ورځ ووېل چې جنرال مشرف دا اراده لري چې د جمهورى رېاست مقام له دوېم ځلي انتخابېدونه وروسته د پوځ د لوې درستېز له مقام نه استعفې وکړي.

دواکمن گوند چارواکي مشاهد حسېن سېد ووېل که چېرې جنرال مشرف د جمهورې رېاست لپاره بېا انتخاب شى نو دى به د ملکى مشرپه حېث د وفادارى لوړه وکړي.

جنرال مشرف دا پلان لري چې د بلې دورې لپاره د اوسنى پارلېمان په موجودېت کې ځان کاندېد کړى. توقع ده چې د پاکستان عمومى انتخابات د سږکال په اخر کې سرته ورسېږي او ېا د ٢٠٠٨ کال په پېل کې سر ته ورسېږى.

د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزېرې بېنظېر بهټو نن ددوشنبې په ورځ جنرال مشرف په دې باندى تورن کړ چې جنرال مشرف او انډېوالانو ېې دا وطن د خطرناکو شخړو او لانجو په لوري روان کړېدى ځکه چې له دېنه انکار کوى چې ملک ته دېموکراسى راولى او قدرت له نورو سره شرېک کاندى.

مېرمن بېنظېر بهټو له جنرال مشرف سره په دې خبرو مذاکرات کړېدى چې د هغه په بله دوره کې به دا له جلاوطنى نه بېرته خپل هېوادته ستنېږي او په اقتدار کې به برخه اخلى.

.

XS
SM
MD
LG