د لاس رسي وړ اتصالات

د قبېلوى سېمى په جگړو کې ١٥ پاکستانى عسکر او ١۴ سر تېري ووژل شول


د پاکستان پوځ وايي لږ تر لږه ١٥ تنه عسکر په هغه سخته جگړه کې وژل شوېدى چې دافغانستان سرحد ته نېژدى د طالب پلوه سر تېرو سره وشوه.

د پوځ وېاند وايي څوارلس تنه سر تېري ددوشنبى په ورځ په هغه جگړه کې ووژل شول چې د شمالى وزېرستان د شوال په سېمه کې وشوه.

دغه علاقه د القاعده او طالبانو مور چل گڼل کېږى. د پوځ نطاق جنرال وحېد ارشد وايي جگړه د ېکشنبى په ورځ ناوخته هغه وخت پېل شوه چې سر تېرو دملېشو په ېوه پوسته باندى حمله وکړه.

د پاکستان په قبېلوى سېمو کې چې له افغانستان سره سرحد لري په دې نېژدې مېاشتو کې مرگ ژوبله زېاته شوېده.

خصوصا له هغه وخت راهېسى چې دپاکستان دحکومت او طالب پلوه سر تېرو او قبېلوى مشرانو ترمنځ د سولې تړون مات شوېدى. سرتېرو لوړه کړېده چې دا سلام اباد د لال جومات د پېښې بدل واخلى.

په دغه جومات باندې د پاکستان پوځ اوپولېس ېرغل کړى او ېو سر تېري ملاېې پکې دهغه له ٧٥ ملاتړو سره وواژه.

XS
SM
MD
LG