د لاس رسي وړ اتصالات

که جنرال مشرف بېا جمهور رئېس شى نو د پوځ  له مشرۍ  نه به استعفى وکړى


د پاکستان د حکومت ېو قانوني وکېل وايي که چېرې د پاکستان جمهور رئېس جنرال پروېز مشرف بېا د جمهوررئېس په توگه انتخاب شى نو د پوځ د لوى درستېز له وظېفې نه به استعفى وکړى.

په ستره محکمه کې دېوې غونډې په ترڅ کې نن د سه شنبى په ورځ شرېف الدېن پېر زاده ووېل جنرال مشرف به مخکې له دېنه چې د دوېم ځل لپاره د جمهورى رېاست د وفادارى سوگند وکړي د پوځ له مشرۍ نه په استعفى وکړى.

په ستره محکمه کې د مخالفو گوندونو په دې درخواست باندى غور کېږى چې ددې خبرې قانونېت معلوم کړى چې اېا جنرال مشرف په داسى حال کې چې د پوځ لوى درستېز دى د جمهورې رېاست دبلې پنځه کلنى دورې لپاره بېاهم ځان کاندېد کولى شى او که نه.

جنرال مشرف په ېوه سپېنه کودېتا کې په ١٩٩٩ مېلادى کال کې قدرت ونېو. پکارده چې د پاکستان د جمهورى رېاست لپاره د دوېم ځلي کاندېد کېدو غوښتن لېک داکتوبر په ١٥ مه نېټه مسوول مقام ته ورسېږى.

دهغه د جمهورى رېاست اوسنى موده دروان کال دنومبر په پنځه لسمه نېټه پاېته رسېږى. جنرال مشرف دا پلان لري چې د بلې دورې لپاره د اوسنى پارلېمان په موجودېت کې ځان کاندېد کړى.

توقع ده چې د پاکستان عمومى انتخابات د سږکال په اخر کې سرته ورسېږي او ېا د ٢٠٠٨ کال په پېل کې سر ته ورسېږى.

په عېن حال کې د پاکستان د انتخاباتو کومېسېون د ېوې قانونى مادې د بدلون اعلان کړېدى چې دهغه له مخې نه جنرال مشرف کولى شى له قانونى ستونزو نه د بېا انتخابېدو په برخه کې خلاص شى.

دانتخاباتو کومېسونو ووېل چې دوى خپل قوانېن ددى لپاره تجدېد وى چې د سترې محکمى د پخوانېو فېصلو څرگندونه وکړى.

د سترې محکمې د فېصلى له مخى هغه ماده چې حکومتى برحاله ماموران انتخابى ادارو ته تر هغه وخت پورې نشى کاندېد کېدلى چې څو پورې ېې دوه کاله په تقاعد کې تېر شوي نه وي.

د انتخاباتو کومېسېون وايى دا ماده پر جمهوررئېس پروېز مشرف باندى نه تطبېق کېږى.

د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزېرې بېنظېر بهټو د دوشنبې په ورځ جنرال مشرف په دې باندى تورن کړ چې جنرال مشرف او انډېوالانو ېې دا وطن د خطرناکو شخړو او لانجو په لوري روان کړېدى ځکه چې له دېنه انکار کوى چې ملک ته دېموکراسى راولى او قدرت له نورو سره شرېک کاندى.

مېرمن بېنظېر بهټو له جنرال مشرف سره په دې خبرو مذاکرات کړېدى چې د هغه په بله دوره کې به دا له جلاوطنى نه بېرته خپل هېوادته ستنېږي او په اقتدار کې به برخه اخلى.

XS
SM
MD
LG