د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حکومت د سولى د مذاکراتو لپاره د طالبانو شراېط رد کړل


دافغانستان حکومت هغه شراېط رد کړېدى چې طالبانوپه حکومت باندې سره د سولى دخبرو لپاره اېښودلى دي.

طالبانو غوښتنه کړېده چې له افغانستان نه دې خارجى قواوې ووزي. دافغانستان د جمهورى رېاست نطاق هماېون حمېد زاده ووېل چې حکومت د مخکى تر مخکى شراېطو په موجودېت کې مذاکراتو ته نېار ندى.

هغه ووېل ېوازېنى وعده چې حکومت ېې کولى شى هغه داده چې دېاغېانو دمرکچېانو امنېت وساتى. دطالبانو نطاق قارى محمد ېوسف آحمدى د روېټر خبرى اژانس ته ووېل دغه ډله اوس هم په خپلو غوښتنو کلکه ولاړه ده.

تېره اونى طالبانو دېته چمتو والى وښوده چې که له افغانستان نه ټول ٥٠ زره خارجى عسکر ووزى نو دوى به له حکومت سره مذاکرات وکړى.

XS
SM
MD
LG