د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت شورا په افغانستان کی د ناتو د ماموریت دوره اوږده کړې ده


د ملگرو ملتو د امنیت شورا په افغانستان کی د ناتو په مشري قواو د ماموریت دوره یو بل کال هم اوږده کړې ده.

ددې شورا د پنځلسو غړو هیوادونو له جملې څوارلسو په دې باب پرون یوه پریکړه منظورکړه، مگر روسیې ممتنع رایه ورکړه او ویې ویل چی د پرېکړې له متن سره موافقه نه لری.

په ملگرو ملتو کی د روسیې سفیر ‏(‎ ویتالی چرکین ‏)‎ وویل چی ماسکو په افغانستان کی د ناتو د ماموریت سره موافقه لری، مگر له دې کبله اندیښنه څرگندوی چی ددې پریکړی په یوه ماده کی د جاپان د ملاتړ په باب مننه څرگنده شوې ده.

د جاپان مخالفو سیاستمدارانو گواښ کړی و چی زیار به وباسی چی د جاپان پارلمان په افغانستان کی د جاپان د سمندری عملیاتو ملاتړ منظور نه کړی.

چرکین وویل چی د ملگرو ملتو پریکړه باید چی د جاپان کورنى ملاحظات مقدم ونه بولی. د برتانیې قواو پرون د چهارشنبې په ورځ د هلمند په ولایت کی پر یاغی طالبانو باندی نوي تعرضي عملیات پیل کړي دي.

د یوه بل خبر په اساس د جرمني کابینې پرون فیصله وکړه چی په افغانستان کی خپلي قواوي د ٢٠٠٨ کال د اکتوبر تر میاشتي پوری وساتي.

مگر د کاناډا، نیدرلینډ او جرمني د عسکرو د تلفاتو په زیاتیدو سره ددغو ملکونو حکومتونه د خپلو خلکو له خوا د فشار سره مخامخ کیدونکي دي چی خپل عسکر له افغانستان څخه را وباسی.

--------------------------------------------------

د سیاسی چارو تحلیل گروحید مژده وایی اوس دستی د افغانستان نه هغه هیوادونو د عسکرو وتل صحیح فیصله نده چه د طالبانوا و القاعدی سره په جگړه کی بوخت دی.

XS
SM
MD
LG