د لاس رسي وړ اتصالات

یوه ځان مرگه په کابل کی یو عسکر وژلی دی


افغان مامورین وایی چی یوه ځان مرگه بم چونکي نن په کابل کی د فرانسوي عسکرو د موټرو یوه کتار ته د بم په چاودنه کی لږ تر لږه یو عسکر وواژه او څو ملکي افغانان یې زخمي کړل.

پولیس وایی چی دا حمله نن د جمعې په ورځ سهار وختی د ښار په لویدیځ کی وشوه. د فرانسې عسکر هم په افغانستان کی د ناتو په قواو کی شامل دي.

د امریکا اردو وایی چی امریکایی او افغان قواو د هلمند د ولایت د گرمسیر په ولسوالي کی د یاغیانو د پټیدو پر یو ځای باندی حمله کړې او تقریبا ۴٠ یاغي طالبان یې وژلي دي.

اردو وویل چی ددې حملې په وخت یې ډیري زیاتي وسلې او مهمات هم ددغو یاغیانو نه ترلاسه کړي دي. افغان مامورینو دا هم ویلی دي چی د چهارشنبې په ورځ د هلمند د ولایت د گرشک په ولسوالي کی د ناتو په هوایی حمله کی لږ تر لږه شپږ مکي خلک وژل شوي دي.

ناتو هم ویلي و چی په دې نظامي عملیاتو کی ځیني ملکي خلک وژل شوي دي. او برتانوي ځمکنیو قواو کله چی د طالبانو له خوا سخته حمله پر وشوه نو یې هوایی ملاتړ وغوښت.

XS
SM
MD
LG