د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د ستري محکمې مخ ته د جنرال مشرف په خلاف مظاهره شوې ده


مظاهره چیان نن د پاکستان په پایتخت اسلام آباد کی د ستري محکمې مخي ته را غونډ شوي وو او د جمهور رئیس پرویز مشرف پر هغه پلان باندی یې اعتراضونه کول چی غواړی په داسی حال کی بیا د جمهوري ریاست انتخابات وکړی چی لا یې د نظامي قواو د عمومی قوماندان چوکۍ ځانته ساتلې ده.

د هغه ملک د ترټولو غټ اسلامي گوند ‏(‎ جماعت اسلامي ‏)‎ او د څو نورو کوچنیو گوندونو په سلهاو طرفدارانو په داسی حال کی د جنرال مشرف په خلاف شعارونه ورکول چی ستري محکمې یوه استماعیه غونډه جوړه کړې وه او په هغې کی یې په دې باندی بحثونه کول چی د جمهور رئیس له خوا د بیا انتخاباتو کیدل قانوني دي که نه.

توقع کیږی چی محکمه به په دې باب خپله پریکړه د بلي هفتې په سر کی اعلان کړی.

د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون اعلان وکړ چی د جمهوري ریاست انتخابات به د اکتوبر په شپږمه وشی. جنرال مشرف وویل چی که بیا د جمهورئیس په توگه انتخاب شی نو د وفادارۍ د لوړي د اداکولو نه مخکی به د پوځي قواو د عمومي قوماندانۍ نه استعفی وکړی.

امریکا وایی چی غواړی پاکستان په آرامه دیموکراسۍ ته بیرته ستون شی. د جنوبي آسیا د پاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ریچارډ بوچر پرون وویل چی دا کار به د امریا او پاکستان دواړو په گټه وی او دتروریزم سره په جگړه کی به د اسلام آباد سره مرسته وکړی.

XS
SM
MD
LG