د لاس رسي وړ اتصالات

د برما پوځ بودايي راهبان د دېموکراسى د نظربند مشر کورته له ورتللو نه منع کړل


د بودايي راهبانو ېوې ډلې او دهغو ملاتړوله خپلې هغې ادعا نه لاس اخېستى دى چې دبرما ددېموکراسى د ېوه مشر کورته ورسېږى، وروسته له هغه نه لاس اخېستى دى چې د برمان نظامى قواود هغوى مخه ونېوله.

نن د ېکشنبى په ورځ د برما پوځ په وچ زور باندى په سوونو راهبان او دهغوى ملاتړي له دېنه اېسار کړل چې ددېموکراسى د طرفدارې مشرې اوسان سوچي کورته ورنشى.

دهغې کورپه رنگون کې دى او په خپل کورکې نظربنده ده. خو دبوداېې راهبانو ېوه بله ډله دهغې کورته د شنبى په ورځ په ېوه بله لاره ورغلي وو.

ددې نه واړاندې ېوه ډله خلک چې تقرېبا شلو زرو ته به رسېدل اوسم نېماېې ېې راهبان ول په رنگون کې ېې مظآهره وکړه.

رپوټ وايي دا په تېرو شلو کلونو کې له نظامى رژېم سره دمخالفت ښودلو تر ټولو ستره مظاهره وه. دغې ډلې د برما د ډېر مهم زېارت نه درنگون تر ښار پورې مظاهره وکړه.

د ا اول ځل و چې راهبو ښځو هم په دغه مظاهره کې برخه اخېستى وه. پوره شپږ ورځې کېږى چې راهبانو په پرله پسې ډوله په مظاهره کې برخه اخېستى ده. تردې مخکى راهبانو عامو خلکو ته وېلى وو چې ددوى په مظاهره کې گډون ونکړى.

خو وروسته ېې بېا په ملکى خلکو باندى غږ وکړ چې ددوى د دېموکراسى طرفدار غورځنگ طرفدارى اوملاتړ وکړي.

د شنبى په ورځ عېنى شاهدانو ووېل چې عسکرو په غېر متوقع ډول راهبان دېته پرېښودل چې له موانعو نه تېرشى او داوسان سوکى دکورمخې ته ېې د وېښ پاتې کېدلو او دوعا کولو مراسم پرځاى کړل.

XS
SM
MD
LG