د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پولېسو د مخالف گوند مشران له انتخاباتونه مخکې نېولى دى


د پاکستان چارواکي وايي پولېسو دپاکستان په پاېتخت اسلام اباد کې لږ تر لږه دمخالف گوند څلور مشران چې د جنرال مشرف د بېا انتخاب سره مخالف ول نېولى دي.

امنېتى ماموران وايي چې دا نېونى او توقېفونى د شنبى په ورځ وشوې او دنورو نېونو او توقېفونو امکان هم شته دى.

داتوقېفونى اوس د دې لپاره وشوې چې د اکتوبر په شېږمه نېټه د پارلېمان او صوباېې اسامبلېو له خوانه د جمهورى رېاست لپاره انتخابات کېږى.

چارواکى وايي دا توقېفونى ددې لپاره وشوېو د جنرال مشرف د حکومت خلاف د عامو خلکو د مظاهرو مخه ونېول شى او دا مظاهرې له کنترو ل نه ونه وزي.

د حکومت مخالفېنو ددېرشو ورځو لپاره دغه را ز توقېفول غندلى دى او واېې چې ددغو توقېفونو مقصد دادى چې دهغو کسانو خوله بنده کړې شى چى د جنرال مشرف د بېا انتخابېدو سره مخالفت لرى.

مخالفو گوندونو لوړه کړېده چې په انتخاباتو کې به برخه نه اخلي. هغوى وايي چې که چېر ې جنرال مشرف بېا کاندېد کېدلو لپاره درخواست ورکړى نودوى به د سېپتمبر په ٢٩-مه نېټه استعفى وکړى.

د پاکستان د مسلم لېگ د نواز شرېف د څانگې وېاند احسان اقبال چې د گوند مشران ېې نېول شوېدى د حکومت دغه اقدام وغانده او وې وېل چې مخالف گوند به له دغو توقېفونو سره مبارزه وکړى.

د جمعى په ورځ تقرېبا زرتنه چې زېاتره ېې داسلامى سېاسى گوندونو غړي ول د پاکستان د سترې محکمې مخې ته را ټول شوي ول او دا چېغې ېې وهلى چې ځه مشرفه ځه ! رپوټ وايي چې په کراچۍ او لاهور کې مظاهره چېان هم نېول شوېدى.

د پاکستان جمهوررئېس وېلى دى چې که چېرې دې انتخابات وگټى نودى به د پوځ د لوى درستېز له وظېفې نه استعفى وکړى.

د هغه مخالفېن وايي چې د جنرال مشرف د اکار چې د پوځ لوې درستېز دى او ددوېم ځل لپاره ځان کاندېدوى له اساسى قانون سره برابر کارندى.

د پېښو څارونکي وايي چې د پاکستان د استخباراتو د ادارې أي اېس آي دمشر په توگه د ندې تاج مقررېدل ډېر اهمېت لرى ځکه چې ددغې ادارې د اوسنى مشر اشفاق کېاني په باب داسى فکر کېږى چې که جنرال مشرف استعفى وکړى نو دى دلوى درستېز د وظېفې لپاره دنورو په منځ کې ډېر قوي گڼل کېږى.

XS
SM
MD
LG