د لاس رسي وړ اتصالات

دوه اېتالوي عسکر د ژغورنې په عملېاتو کې را خوشې کړى شول


د اېتالېې چارواکي وايي هغه دوه عسکر چې دوه ورځې مخکې برمته شوي ول هغه د افغانستان په لوېدېځ کې د نظامى عملېاتو په ترڅ کې راخوشى کړى شول.

چارواکى وايي چې عسکر نن د دوشنبى په ورځ د وخته دناټو په مشرې قواو د داسى عملېاتو په ترڅ کې راخوشى کړل چې دعسکرو نهه تنه برمته کوونکي هم په کې ووژل شول.

دواړه اېتالوى عسکر زخمېان ول خو ېوازې ېوپکې ښه کاري زخمي و. رپوټ وايي هغوې د ژغورنې په عملېاتو کې زخمي شول.

همدارنگه ېو افغان تبعه هم په دغوعملېاتو کى زخمى شوېدى. رپوټ وايي د چټک نظامى چپاوپه ترڅ کې لږ تر لږه دهغوى نهه واړه برمته کوونکي ووژل شول.

سمدلاسه دهغو دوو افغانانو د سرنوشت په باب معلومات نشته چې له اېتالوي عسکرو سره په هرات کې د گزمې په ترڅ کې هغه وخت برمته شول چې د اېران سرحد ته نېژدې ېې گزمه کوله.

په ېوه جلا خبر کې داسپانېې د دفاع وزارت وېلې دى چې ددوى دوه عسکر نن هغه وخت ووژل شول او دوه نور زخمېان شول چې دهغوى په نظامى کاروان باندې په لوېدېز افغانستان کې د شېوان ښارگوټي ته نېژدې د بم حمله وشوه.

XS
SM
MD
LG