د لاس رسي وړ اتصالات

د اېران جمهور رئېس امرېکا ته په سفر راغلى دى


د اېران جمهوررئېس محمود احمدى نژاد په امرېکا کې په خپل متنازع فېه سفر بوخت دى. ښاغلى آحمدى نژاد دا نېت لرى چې نن ددوشنبى په ورځ خپل نظرېات نېغه په نېغه دامرېکا خلکو ته وړاندې کړى.

دى به دوه ځلې دا فرصت ولرى. ټاکل شوېده چې نن به دى له نېوېارک نه په وېډېو کنفرانس کې د واشنگټن له خبرېالانو سره برخه واخلى اوترهغې وروسته به د کولمبېا په پوهنتون کې ېوه وېنا وکړى.

ښاغلى احمدى نژاد امرېکا ته دېکشنبىپه ورځ رارسېدلى دى.د هغه سفر او خبرو ډېر جنجال پېداکړېدې. دهغه په راتلو باندې دنېوېارک ېو شمېر سېاستمدارانو، مطبوعاتېانو، د بشري حقوقو پلوېانو او ېهودى ډلو مظاهره وکړه.

د امرېکا حکومت ادعا کوى چې اېران له ېاغي شېعه گانو سره مرسته کوى چې پر امرېکا ېې عسکرو باندى برېدونه وکړى او اېران دا کوشش هم کوى چې اټومى وسلې لاسته راوړي.

خو اېران دادواړه تورونه رد کړېدى. ښاغلى احمدى نژاد پردې سربېره د اسراېېلو دنېست اونابود کولو لپاره هم غړ کړى و او دېهودانو له قتل عام نه منکر دى او وايي چې داندى پېښ شوى.

ېوشمېر نقادان وايي چې دکولمبېا پوهنتون باېد احمدى نژاد ته دا فرصت برابر نکړى چې وېنا وکړى. خو پوهنتون وايى چې داېران له جمهوررئېس سره به دهغه ددرېځ په بحث او مناقشه وشى.

داېران جمهوررئېس به د ملگر و ملتونو دامنېت شورى ته د سه شنبى په ورځ وېنا وکړى. داېران جمهوررئېس آحمدي نژاد دامرېکا د سي بي اېس تلوېزېون په 60 Minutes" program کې ووېل چې اېران اټومى وسلو ته ضرورت نلري او دى داسى فکر نه کوى چې اېران اوامرېکا د جنگ په لاره روان دي.

دغه مرکه د تېره اونۍ په تهران کې ثبت شوې وه خو دېکشنبى په ورځ خپره شوه. دى وايي چې دده هېواد حق لرى چې اټومى پروگرام ته انکشاف ورکړى او داهم وايي چې د پروگرام سوله ئېز مقاصد لرى.

XS
SM
MD
LG