د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١٩٥٩ د سپټامبر پر پنځه ویشتمه د شوروی اتحاد مشر د جمهور یس ډویټ ایزنهاور سره وکتل


د کال ١٩٥٩ د سپټامبر پر پنځه ویشتمه د شوروی اتحاد مشر نیکیتا خروسچیف په امریکا کی خپل د وه ورځنی سفر پای ته ورساوه او په دې ترڅ کی یې د جمهوریس ډویټ ایزنهاور سره وکتل.

دواړو مشرانو پر یو شمېر موضوعاتو باندی موافقه وکړه مگر د کال ١٩٦٠ د یوټو جاسوسی الوتکي پېښي د جمهوریس ایزنهاور د قدرت په باقی پاته کلونو کی د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړېکو د بهترېدلو هیلی له خاورو سره برابري کړې.

دواړو مشرانو د دوه ورځنی غونډی په پای کی یوه اعلامیه خپره کړه او په هغې کی وویل چی دا غونډه ډېره گټوره وه او لږترلږه د ډېرو موضوعاتو په باب د دواړو خواو ترمنځ دریځونه پکښی روښانه سول، او د یوې دوامداري سولي دټینگېدلو امیدونه یې را پیدا کړل.

خو د سپاټمر ددغو خبرو په نتیجه کی را پیدا سوي خوشبینی ډېر دوام ونه کړ. د کال ١٩٦٠ د مې په میاشت کی د شوروی اتحاد پر فضا باندی د امریکا د یو ټو جاسوسی الوتکي پېښي د دواستی فضا خړه پړه کړه.

دهغی جاسوسی الوتکي پیلوټ ونیول سو. او د ایزنهاور حکومت پر خپلی دې خبری کلک ودرېدی چی د شوروی پر فضا باندی د هر ډول جاسوسی الوتنی په باب هیڅ اطلاع نه لری.

د ژینیو په ښار کی ددواړو مشرانو ترمنځ په نظر کی نیول سوې غونډه بیرته فسخ سوه، او شوروی اتحاد ته د ایزنهاور ټاکل سوی سفر هم ونه سو .

XS
SM
MD
LG