د لاس رسي وړ اتصالات

که چېرې مشرف د جمهور رئېس په توگه انتخاب نشى نو دى به د پوځ د لوې درستېز په توگه پاتې شى


د پاکستان لوى څارنوال د دغه هېواد سترې محکمى ته ووېل چې که چېرې جنرال پروېز مشرف د دوېم ځل لپاره د پاکستان د جمهور رئېس په توگه انتخاب نشى نو دى به د پوځ د لوې درستېز په توگه پاتې شى.

د پاکستان لوى څارنوال ملک محمد قېوم نن د سه شنبى په ورځ د پاکستان د سترې محکمى په غونډه کې داخبره وکړه.

محکمه به ډېره ژر دې فېصلى ته ورسېږى چې دا اعلان کړى چې اېا جنرال مشرف د اساسى قانون له مخې کولى شى چې د اکتوبر په شپږمه نېټه د جمهورى رېاست په انتخاباتو کې گډون وکړى او که نه.

جنرال مشرف وعده کړېده چې که د پارلېمان غړي د نورو پنځوکلونو لپاره دې د جمهور رئېس په توگه انتخاب کړى نو د پوځ د لوى درستېز له وظېفى نه به استعفى وکړى.

د دوشنبى په ورځ امرېکا د لس دولس مخالفو سېاستمدارانو او نورو سېاسى گوندېانو په نېولو باندى له مظاهرې کولونه وروسته اندېښنه څرگنده کړه هغوى د پاکستان د سترې محکمى مخې ته مظاهره کړې وه.

د امرېکا د باندنېو چارو وزېرې کانډو لېزا راېس دغه راز توقېفونى د اندېښنى وړ بللى دى او وې وېل چې امرېکا خپله اندېښنه د پاکستان حکومت ته څرگنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG